د لاس رسي وړ اتصالات

ښاغلى بش بېگاه د امرېکا ملت ته خطاب کوى


جمهور رئیس بش به نن شپه د کانگرس او د امریکا د خلکو په وړاندې حاضریږي او خپله کلنۍ وینا اوروي.

د سپېنې ماڼۍ ماموران وايي څنگه چې سږکال د جمهور رئیس بش وروستی کال دی، نو دی به د تیرکال په پرمختیاو دومره ونه غږیږي بلکه د سږ کال د وینا عمومي تمرکز به د ملک په راتلونکی وشي او د سږ کال اړتیاو او ترجیحاتو ته خپل پام واړوي.

ښاغلی بش به د کانگرس نه وغواړي د مرستو هغه مجموعه چې د افرادو او کارو بار د بیا رغونې او د اقتصادي پرمختگ په اړه تیاره شوې ده، او ملک کې اقتصادي رکود ته خاتمه ورکوي ومني.

جمهور رئیس به د ملي امنیت په باره کې د کانگرس نه وغواړي چې هغه جنجالي موضوع بیا تصویب کړي چې د هغې په اساس حکومت به دا اجازه ولري چې د امریکایانو او هغو بهرنیانو تر منځ خبرې وڅاري چې دوی باندې د تروریزم گمان کیږي.

XS
SM
MD
LG