د لاس رسي وړ اتصالات

انتخابات: ځوانان د اوباما په بریالیتوب کې لویه برخه لري


اوس سیاسي څېړونکي د شنبې په ورځ په جنوبي کارولینا کې د سناتور بارک اوباما په بریالیتوب سره د لمړنیو انتخاباتو په نتایجو غور کوي او دا معلومول غواړي چې انتخاباتي مبارزې دې ځای نه کومې خواته ځي.

داسې ښکاري چې په راتلونکو انتخاباتو کې ځوانان غوڅ نقش ولري.

سناتور بارک اوباما او دده پلویان د جنوبي کارولینا په لاس ته راوړنې سره غواړي د راتلونکو لمړنیو انتخاباتو لپاره خپله ستراتیژي وټاکي.

د جنوبي کارولینا قضیه له څو لحاظه خاصه وه. په دې انتخاباتو کې افریقايي الاصله امریکایانو مهم رول ادا کړ. دوی په دې ایالت کې تقریباً د رایه ورکونکو نیمايي شمیرجوړوي.

خو د سپین پوستو د څلورمې برخې د رایو وړل پخپله وښودل چې اوباما کولی شي د نورو نژادو نه هم پلویان ځان ته جلب کړي خصوصاً د امریکا په جنوب کې چې پخوا هلته نژادي توپیر ډیر زیات تر سترگو کیده.

اوباما د ا خبره په کلکه رده کړه چې دده مبارزې صرف په نژادي تفاوتونو او نورو ویشونکو خبرو بنا دي.

اوباما وايي: دا انتخابات د پخواني په ضد د راتلونکې په مقصد تر سره کیږي. د ده دا خبرې دا په ډاگه کوي چې اوباما ځان د راتلکونکي اتل په حیث پېژني او د ده مخالفه سناتوره کلنتن او میړه یې بل کلنتن د پخواني زمانې خلک دي چې ځوان نسل غواړي هغوی هیر کړي.

اوباما د هغو سپینو ځوانانو چې عمرونه یې د اتلس او ٢٩ کلونو تر منځ دي نیمايي رایې وگټلې. دی همدارنگه د منځني عاید لرونکو په منځ کې چې عالي تحصیلات لري ښه وبرېښید.

د اوباما د جنوبي کارولینا د انتخاباتي مبارزو ویانده اما یا سمت وايي هغه ځوانان چې د اوباما ملگرتیا کوي هغوی نژادي او جنسي سیاست ردوي او گوندي دریځ نه مني.

امایا سمت وايي: زما په نظر دوی یواځې په دې فکر دي چې دغه ملک سره یو موټی کړي. دوی په گوندي اړیکو دومره متعهد نه دي او دوی لکه چې د زړو کار دی، خپل مخالف کس نه بلا نه جوړوي. دوی غواړي خپلواکه واوسي. د رایه ورکونکو یوه طبقه چې د اوباما پیغام ته ځواب نه دی ویلی هغه لاتین الاصله امریکایان دي.

په نوادا کې چیرته چې د دوی شمیر ډیردی، هیلري ته یې رایه وکړه. د امریکا په جنوبي ایالتونو کې لاتیني الاصله امریکایان دومره نه اوسیږي.

مارو گونزالس چې په اصل کې د پورتریکو نه دی، جنوبي کارولینا ته راغلې تر څو د اوباما په انتخاباتي مبارزو کې مرسته وکړي. هغه وايي لاتین الاصله امریکا یانو ځکه هلري ته رایه ورکړه چې دوی د هغې د میړه د کارنامو نه متاثر دي.

گونزالس وايي: ډیر شمیر لاتین الاصله امریکایان په ١٩٩٠ کلونو کې د کلنتن کارونه په یادوي او دده په وخت کې کاري فرصتونه او اقتصادي پرمختگ ؤ. نو ځکه دوی اوس د هغه د میرمن ملگرتیا کوي. زما په خیال ددوی ډیر شمیر د اوباما په هکله څه نه پوهېږي. نو زما هیله داده چې کله دوی د اوباما په هکله پوه شي نو دوی به رښتیانی انتخاب وکړي.

گونزالس وايي چې دا او نور ځوان هسپانویان د اوباما ملاتړي دي ځکه دوی د ده په وجود کې خپل راتلونکی گوري او د نورو نه هم غواړی چې دا کار وکړي.

XS
SM
MD
LG