د لاس رسي وړ اتصالات

د کاناډا صدر اعظم: که ناټو د طالب توندروانو سره د جگړې دپاره نور عسکرونه لېږی، نو ...


د کاناډا صدر اعظم وایی که ناټو د طالب توندروانو سره د جگړې دپاره نور عسکرونه لېږی، نو هغه به په راتلونکي کال کی د افغانستان نه خپل عسکر را وباسی.

د سټیفن هارپر په محافظه کار حکومت باندی سیاستمدارانو او عامو خلکو فشار اچولی دی چی د کاناډا د عسکرو د خدمت روانه موده، چی د راتلونکی کال د فبروری په میاشت کی پوره کېږی، تمدید نه کړی.

هارپر وویل هغه د یوه خپلواک هیات د تېری هفتې هغه توصیې ومنلې چی ویل یې که ناټو د کندهار سیمی ته نور زر تنه عسکر او جنگی وسایل ونه لېږی نو کاناډا باید خپل پنځه ویشت سوه عسکر له افغانستان نه را وباسی.

د ناټو ځینو اروپایی متحدینو د افغانستان ناکراره ختیځو او جنوبی سیمو ته د خپلو قواو د لېږلو نه ډډه کړې ده او د ې کار له کاناډا، برټانیې او هالینډ سره، چی د متحده ایالاتو تر څنگ یې د طالبانو سره په جگړو کی تر ټولو زیات تلفات ورکړي دي، اختلافات زیات کړي دي.

د شپږو کالو راهیسی، چی کاناډا خپل عسکر افغانستان ته لېږلي دي، د هغه هیواد اته اویا عسکر او یو ډیپلوماټ وژل سوی دی.

XS
SM
MD
LG