د لاس رسي وړ اتصالات

د شمالی وزیریستان کی د توندروانو پر یوه مرکز باندی توغوندی لگېدلی دی


د پاکستان استخباراتی منابع وایی د شمالی وزیریستان په ناکراره سیمه کی د توندروانو پر یوه مرکز باندی توغوندی لگېدلی دی او لږترلږه دوو لس تنه یې وژلي دي.

دغه مقامات وایی دغه حمله نن وختی د افغانستان له سرحد سره نیژدې قبایلی سیمه کی د خوشالی توری خېل په کلی کی سوې ده.

نه د پاکستان پوځ او نه حکومت پر دغی حملې باندی رسمی تبصره کړې ده.

دا نه ده معلومه چی دغه توغوند یبه چا وارکړی وی، مگر په تېرو وختونو کی پرسرحد باندی ځینی هوایی حملې په افغانستان کی دمتحده ایالاتو په رهبری ایتلافی قواو د لاسه بلل کېدلې.

هم پاکستان او متحده ایالاتو هر وخت دغه ادعاوی رد کړي دی. په گاونډی جنوبی وزیریستان کی، یو عسکر نن د مسلمانو توندروانو سره په نښته کی ووژل سو.

په دې وروستیو میاشتو کی د افغانستان سرحد ته نیژدې د پاکستان په قبایلی سیمه کی ناکراری زیاتی سوي دي. فکر کېږی چی دا د القاعده او طالب توندروانو یو مرکز وي.

XS
SM
MD
LG