د لاس رسي وړ اتصالات

په کندهار کی تقریبا پنځو سوو ښځو مظاهره کړې ده


په کندهار کی تقریبا پنځو سوو ښځو مظاهره کړې ده او د امریکا د مرستو د یوې کارکونکي، چی د شنبې په ورځ تښتوله سوې ده، د خوشی کېدلو غوښتنه یې کړې ده.

دغو ښځو د کندهار پر مذهبی شورا او حکومتی مشرانو ږغ وکړ چی د نهه څوېښت کلني سیډ میزل او د هغې د موټروان د تښتول کېدلو پېښه محکومه کړی.

دوی وویل مېزل په یوه محلی ښونځي کی درس ورکاوه او د کندهار له ښځو سره یې د هغوی د خامکی شیانو په خرڅولو کی مرسته کوله.

میزل د کال ٢٠٠٢ راهیسی په کندهار کی ژوند کړی دی او په پښتو خبری کوی. محلی مامورینو او د هغې استخدامونکي غیر حکومتی موسسې ویلي دی چی هیڅ ډلي د هغې د تښتولو مسولیت نه دی اخیستی.

په افغانستان کی په تېر کال کی د دوو جرمني کارکونکو او د جنوبی کوریا د مذهبی مبلغینو په شمول یو شمېر غربیان تښتول سوي دی.

XS
SM
MD
LG