د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې جمهور ریس وایی چی پوهنتونونه باید د ټولو عقایدو د خاوندانو پر مخ پرانیستی دی


د ترکیې د پارلمان وکیلان به نن پارلمان ته یوه لایحه وړاندی کړي چی په پو هنتونونو کی به د ښځو دپاره د پوړنی پرسر کولولو ته، چی د لس هاو کلونو سره راهیسی منع وو، اجازه ورکړی.

د عدالت او انکشاف حاکم گوند او ښی اړخی نېشنلیسټ تحریک گوند، پرون ناوخته په اساسی قانون کی ددغه تعدیل راوستلو پرسر موافقې ته ورسېدل.

دواړه گوندونه ددغه تعدیدل د منظورولو دپاره کافی رایی لری. مگر ځینی وکیلان په دې عقیده دي چی دغه تعدیدلونه د ترکیې د حکومتی عنعناتو سره مخالف دي او احتمال لری چی دغه پېشنهاد سوي تعدیدلونه له مخالفت سره مخامخ سی.

د ترکیې جمهور ریس عبدالله گل ددغه پېشنهاد ملاتړ کوی او وایی چی پوهنتونونه باید د ټولو عقایدو د خاوندانو پر مخ پرانیستی دی.

د ښونځیو شاگرداني او د دولتی دفترونو کارکونکي اوس هم د پوړنی د پرسر کولو څخه منع دی. په ترکیه کی د ١٩٨٠ په لسیزه کی په دولتی دفترونو، ښونځیو او پوهنتونونو کی د پوړنی پرسر کول منع سول.

XS
SM
MD
LG