د لاس رسي وړ اتصالات

په الجزایر کی د بم په ځان مرگې حمله کی لږ تر لږه دوه تنه وژل شوی دی


په الجزایر کی د داخله وزارت امنیتی مقامات وایی، د الجزیرې په ختیځ کی د پولیسو پر یوه ماموریت باندی د بمب په ځان مرگې حمله کی لږترلږه دوه تنه وژل سوي او شل نور ټپیان شوي دی.

مقاماتو مخکی د تلفاتو شمېر یو څه زیات ښودلی وو. دغه حمله نن د پایتخت په تقریبا شپېته کیلو متری کی د تینیا په ښار کی وسوه.

مقامات وایی ددغی چاودنی په اثر د پولیسو د ماموریت په شاو خوا کی ډېژ زیات مالی تاوان رسېدلی دی. د روان کال راهیسی دا دومه دغه راز حمله ده.

مخکی ددې میاشتی په سر کی حمله کونکو د نصیریه په ښار گوټي کی د پولیسو له ماموریت سره په چاودونکو موادو بار موټر وجنگاوه، څلور تنه پولیس یې ووژل او شل نور یې زخیمان کړل.

تېر کال د ډسامبر د میاشتی په سر کی د ملگرو ملتونو پر دفترونو او یوې حکومتی ودانی باندی د بمونو په دوو ځان مرگو حملو کی په الجزیره کی لږترلږه ٣٧ تنه ووژل سول.

د شمالی افریقا د القاعده څانگی ددواړو حملو مسولیت اخیستی دی.

XS
SM
MD
LG