د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان مقامات وایی  پولیسو  یو مهم توندرو مشر نیولی دی


د پاکستان مقامات وایی پولیسو یو مهم توندرو مشر نیولی دی او هغه مخکنی رسمی تبصرې یې بیرته اخیستی دي چی ویل یې هغه وژل شوی دی.

د سیند د صوبې داخله وزیر اختر ضامن نن وویل چی قاسم توري د سه شنبې په ورځ په کراچی کی له یوې جگړې څخه وروسته ونیول سو.

په هغه نښته کی لږترلږه دوه تنه پولیسان او درې تنه توندروان ووژل شول او ډېرې زیاتی وسلې د امنیت قواو لاسته ورغلې.

ضامن وویل پولیسو داسی فکر کړی و چی توري وژل شوی دی مگر وروسته ورته څرگنده شوه چی هغه نیول شوی دی.

توري د منع شویو توندرو اسلامی ډلو سره داړېکو په لرلو او دغه راز په کال ٢٠٠۴ کی پر یوه پوځی قوماندان باندی د قاتلانه حملې په کوښښ کولو تورن دی.

پولیسو وویل په پېښور کی درې تنه توندروان په یوه کورکی په چاودنه کی هغه وخت ووژل شول چی اڅتمال لری دوی بمونه پکښی جوړول.

مقاماتو ددغی چادونی څخه وروسته ددغه کور مالک توقیف کړی دی. مقامات وایی دوی گومان کوی چی دغو سړیو د یوې ځان مرگي حملې دپاره تیاری کاوه چی دغه چاودنه له وخت نه مخکی پېښه شوه.

XS
SM
MD
LG