د لاس رسي وړ اتصالات

په فلورېډا کې د جمهورى رېاست لپاره گوندى انتخابات - څوک گټلى دي؟


سناتور جان مکېن د جمهوري گوند له خوا نه په فلورېدا کې گوندى انتخابات گټلى دى. دغې کامېابى دهغه درېځ ـ د جمهورى رېاست لپاره د کاندېد کېدلو په مبارزه کې ـ ترنو ر رقېبانو تقوېه کړېدى.

د امرېکا غږ خبرېال براېن واگنر رپوټ ورکوى چې سناتورې هېلرى کلنټن هم د دېموکرات گوند له خوانه په فلورېډاکې برى تر لاسه کړېدى. که څه هم هغې ډېره محدوده انتخابى مبارزه کړې وه.

د دواړو گوندونو کاندېدانو غوښتل چې د فلورېډا په اېالت کې ښه څرگند برى ترلاسه کړى چې په راتلونکى اونۍ کې ددوى انتخابى مبارزه زور واخلى.

په راتلونکى اونى کې به د سه شنبى په ورځ د فبروري د مېاشتى په پنځمه نېټه د امرېکا په شلو اېالتونو کې ابتدايي انتخابات او د گوندى مشرانو غونډې وشى چې د دواړو گوندونو له خوانه به د جمهورى رېاست لپاره کاندېدان وټاکى.

جان مکېن، د فلورېډا په اېالت کې له کامېابى نه مخکى په دوو نورو اېالتونو کې هم ابتدايي گوندى انتخابات گټلىوو. دد غو کامېابېو په سبب جان مکېن تر نورو انتخابى سېالانو، ډېر نماېندگان لرى او هغوى د گوند له خوا نه د جمهورى رېاست د کاندېد په ټاکلو کې مهم نقش لرى.

د سه شنبى د ورځې انتخاباتو دا وښودله چې جان مکېن د مساجوسټس د اېالت له والى مېټ رامنى نه مخکى شوېدى.

مېټ رامنى تر اوسه پورې په دغو انتخاباتو کې دوېم مقام لرى. د نېوېارک د ښار پخوانى ښاروال روډي جولېانى په فلورېډا کې درېم او د ارکنساس والى ماېک هکبي د فلورېډا په انتخاباتو کې څلورمه درجه ترلاسه کړېده.

جان مکېن د خپلو ملاتړو په ېوه غونډه کې ووېل چې د فلورېډا کامېابى به دهغه د کاندېد کېدو کار په راتلونکې سه شنبى باندى چې ډېره مهمه گڼل کېږى پر مخ بوزى.

سناتور جان مېکېن وايي : 'په ېوه اونۍ کې به موږ په ملى سطحه ابتدايى انتخابات ولرو. زه دا نېت لرم چې دغه انتخابات وگټم او د گوند له خوانه د جمهورى رېاست انتخاباتو ته کاندېد شم.'

مېټ رامنى هم په ېوه غونډه کې خپلو ملاتړو ته ووېل چې د انتخاباتو لپاره مبارزه لا پاېته نده رسېدلى. هغه وعده وکړه چې خپلى مبارزې ته دوام ورکړى. هغه په خپلو خبرو کې په دې ټېنگار وکړ چې په واشنگټن کې د نوو نظرېاتو راوستلو ته ضرورت لېدل کېږى.

رامنى په دى باب داسى ووېل : 'د امرېکا لپاره دا سمه لاره نده چې خپل حکومت تقوېه کړو، پکار ده چې موږ خپل خلک تقوېه کړو. ددې کار د سرته رسولو لپاره پکار ده چې موږ په واشنگټن کې بدلون راولو. او د بدلون راتگ زموږ له کامېابى سره پېل کېږى. د دېموکراتانو په انتخابى مبارزه کې سناتورې هېلرى کلنتن په خپل مهم انتخابى رقېب سناتور براک اوبامه باندى برى تر لاسه کړېدى.

پخوانى سناتور جان اېډورډز درېم راغلى دى. مېرمن کلنټن ېوازېنى کاندېده وه چې د سه شنبى د انتخاباتو په ورځ په فلورېډا کې وه. د دېموکرات گوند مشرانو دا پرېکړه کړې وه چې په فلورېډا کې به انتخابى مبارزه نه کوى. ځکه چې ددېموکرات گوند د اېالتى چارواکېو او د گوند د ملى رهبرانو تر منځ اختلاف نظر موجود و.

د فلورېډا اېالت په دې سبب د استاځو له لرلو نه بې برخى شو چې د اېالت چار واکېو د ابتدايي انتخاباتو نېټه رامخ ته کړى وه.

له دغو ستونزو سره سره کلنټن خپلو ملاتړو ته ووېل چې په فلورېډا کې ډېرو خلکو په راېو اچولو کې گډون کړى و او دا کامېابى دهغى انتخابى مبارزې ته ډېر اهمېت لرى.

سناتورې هېلرى کلنتن ووېل: 'په دغو راېور کې ستر برى او هغه په ملېونونو امرېکایېان چې په راتلونکى سه شنبې به راېې ورکړى، دا به په گډه ېو څرگند پېغام ولېږى چې امرېکا بېرته هغه پړاو ته رسېږى چې موږ خپل سرنوشت بېرته په خپل لاس کې اخلو.'

رپوټ وايي چې ددواړو گوندونو کاندېدان دېته چمتو دى چې د سه شنبى د ورځى نه مخکى په څو مهمو اېالتونو کې انتخابى مبارزه وکړى.

د جمهورى گوند کاندېدان به په کلېفور نېاکې، د چارشنبى په ورځ په مهمو مساېلو باندى بحث وکړى. او دېموکراتان به د پنجشنبى په ورځ په لاس انجلس کې بحث او مباحثه وکړى.

XS
SM
MD
LG