د لاس رسي وړ اتصالات

سوچی  - د برما له حکومت سره د سیاسی اصلاحاتو په باب خبری


د برما د حکومت د مخالفی زندانی مشری، انگ سان سوچی، سیاسی گوند وایی هغه د برما له پوځی حکومت سره د سیاسی اصلاحاتو په باب روانو خبرو ستړې کړې ده.

ددغه گوند یونه نطاقه وایی انگ سان سوچی د ډیموکراسی دپاره د ملی اتحاد د غړو سره په نادره غونډه کی شکایت وکړ چی د حکومت له استازي انگ کې سره یې په خبرو کی د وخت چوکاټ نسته.

انگ سان سوکی دغه راز نن هم د انگ کې سره وکتل، مگر هغې دا ورته ونه ویل چی بیا به کله خبری سره کوی. دوی دغه خبری د هغې کورته نیژدې په یوه پوځی مېلمستون کی وکړې.

د حکومت له خوا ټاکلې شوې انگ کې د سپټامبر په میاشت کی د ډیموکراسی پر طرفدارو مظاهره کونکو باندی د خونړي حملې څخه وروسته د حکومت او انگ سانگ سوچی، ترمنځ تگ راتگ کوی.

XS
SM
MD
LG