د لاس رسي وړ اتصالات

د نیپال په جنوب کی، د بمب د چاودنی په اثر، دېرش تنه ټپیان شوي دی


د نیپال په جنوب کی مقامات وایی نن په یوې سیاسی غونډی کی د بمب د چاودنی په اثر څه د پاسه دېرش تنه ټپیان شوي دی.

د پولیسو مامورینو وویل دغه چاودنه د بیرگونج په ښار کی، د یوې غونډی سره نیژدې، وسوه. هیڅ چا سمدستی ددغی حملې مسولیت نه دی اخیستی.

په دغه غونډه کی د نیپال د حاکم ایتلاف طرفدارانو برخه درلوده. د نیپال په جنوبی میدانونو کی قومی ناکراریو زور اخیستی دی او تېر کال په لس هاو کسان پکښی وژل شوي دی.

مقامات ددغو ناکراریو پړه د یاغیانو پر هغو وسله والو ډلو اچوی چی د اقلیت د پاره ډېر حقوق او زیاته سیمه ایزه خود مختاری غواړی.

XS
SM
MD
LG