د لاس رسي وړ اتصالات

د بمب په ځان مرگې حمله کی د هلمند والي مرستیال وژل شوی دی


د افغانستان مقامات وایی د هلمند د ولایت په یوه جومات کی د بمب په ځان مرگې حمله کی د والي مرستیال او پنځه تنه نور وژل شوي دی.

مقامات وایی په دغه چاودنه کی، چی نن د لښکرگاه په ښار کی پېښه شوه، اته لس تنه نور ټپیان شوي دی.

د افغانستان د داخله وزارت یو نطاق زمری بشري وایی د والی مرستیال پیر محمد او نورو وژل سویو کسانو لومونځ کاوه چی ځان مرگي خپل ځان په بمب والوازاوه.

دغه راز په کابل کی د پوځیانو پر یوه بس موټر باندی د موټر بمب په حمله کی یو ملکی سړی وژل سوی او څلور نور ټپیان شوی دی. د طالبانو یوه نطاق ذبیح الله مجاهد وویل دا حمله د هغه ډلی کړې ده.

ضمنا د نورستان په ولایت کی مقامات وایی توندروانو پرون د سړک جوړولو د څلورو کارکونکو سرونه پرې کړی دی.

د متحده ایالاتو ماهرانو خبر داری ورکړی دی چی که په هغه هیواد کی د امنیت د بهترولو دپاره اقدامات ونه سی نو د هغه هیواد حکومت د ناکامی له خطر سره مخامخ دی.

په افغانستان کی د امریکا پخواني سفیر تامس پیکرینگ او د سمندری پلیو پوځیانو قومدانان جنرال جېمز جونز په یوه رپوټ کی چی پرون خپور سو، وویل چی په افغانستان کی دي د ناټو د پوځیانو شمېر زیات سي او د متحده ایالاتو پر حکومت ی ېږغ وکړ چی د افغانستان د پاره یو خاص استازی وټاکی.

دغه رپوټ خبرداری ورکوی چی د یاغیانو د عملیاتو د زیاتېدلو، بین المللی ملاتړ د کمېدلو او د افغانستان په خلکو کی د باور د له منځه تللو له امله د بیا ابادولو کوښښونه او مدنی اصلاحات له تهدید سره مخامخ دي.

XS
SM
MD
LG