د لاس رسي وړ اتصالات

عسکرو نن د غزې د تړانگی په جنوب کی یو وسله وال فلسطینی ویشتلی او وژلی دی


د اسراییلو پوځ وایی عسکرو نن د غزې د تړانگی په جنوب کی یو وسله وال فلسطینی ویشتلی او وژلی دی. یوه نطاق وویل دغه سړی هغه وخت وویشتل سو چی د اسراییلو د سرحد خواته ورنیژدې کېدی او توپک ورسره وو.

د فلسطینیانو د توندروانو ډلو پر دغه رپوټ باندی تر اوسه تبصره نه ده کړې.

د چار شنبې په ورځ د اسراییلو ستری محکمې د حکومت د هغی فیصلې ملاتړ وکړ چی د حماس تر کنټرول لاندی غزې پر تړانگی باندی یې د سون مواد او برېښنا بنده کړې وه او وایی چی دغه سیمه د یوې قاتلی ټروریسټی ډلی په کنټرول کی ده چی اسراییل یې باید پر ضد عمل وکړی.

اسراییل وایی د غزې په تړانگی کی د فلسطینی توندروانو د مخنیوی دپاره دغه عملیات لازم دی. د بشر د حقوقو ډلو د اسراییلو د محکمې دغه اقدام غندلی دی.

XS
SM
MD
LG