د لاس رسي وړ اتصالات

کلیفورنیا: د جمهوری ریاست دپاره د جمهوری غوښتونکي گوند مناظره


د جمهوری ریاست دپاره د جمهوری غوښتونکي گوند باقی پاته کاندیدانو پرون د کلیفورنیا په ایالت کی په داسی حال کی مناظره سره وکړه چی د جمهوری ریاست د پاره د کاندیدانو شمېر د راتلونکی هفتې د مقدماتی انتخاباتو څخه مخکی ډېر کم شوی دی.

د مساچوسیتس پخواني گورنر میټ رومني د اریزونا پر سناتور جان مکین تور ولگاوه چی د تېری سه شنبې د روځی د فلوریډا د ایالت د مقدماتی انتخاباتو نه مخکی یې د ده د بدنامولو کوښښ وکړ او وې ویل چی رومنی غواړی د عراق جنگ ژر پای ته ورسېږی.

مک کېن چی د فلوریډا په ایالت کی یې میدان وگاټه د خپلی دې ادعا څخه تېر نه سو. د ارکنسا پخواني گورنر مایک هوکابي او په کانگریس کی دټکساس وکیل ران پال هم په دغه مناظره کی برخه درلوده.

مخکی د ورځی په سر کی د نیویارک پخوانی ښاروال روډی جولیانی د مسابقې له میدان نه ووت او د جان مکین شاته ودرېدی.

انتظار کېږی چی د کلیفورنیا گور نر ارنولډ شوارزینیگر هم نن د جان مکین ملاتړ اعلان کړی. د ډیموکراټ گوند له خوا پخواني سناتور جان ایډوارډز هم پرون خپله انتخاباتی مبارزه ختمه کړه.

د هغه له تللو سره اوس د نیویارک سناتوره هیلری کلینټن او دایلی نوی سناتور بارک اوبا د مسابقې په میدان کی پاته دی.

XS
SM
MD
LG