د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د چارو وتلي پوهان: ...افغانستان به په یوه ناکامه هیواد بدل شي


د افغانستان په هکله د هغو دریو ډلو چې مشري یې د افغان مطالعاتو ډلې کوله د افغانستان په هکله د خپل رپوټ پایلې وړاندي کړې دي. د افغانستان د چارو وتلي پوهان وايي که یې ژر مخه و نه نیول شي، افغانستان به په یوه ناکامه هیواد بدل شي.

په دغه ډلې کې هغه وتلي ډیپلوماتان او جنرالان شامل و چې یو وخت یې په اروپا کې د ناټو قواو مشري په لاس کي وه.

د دوی پیغام دا و چې افغانستان او ناټو ته په کار ده چې د افغانستان لپاره یوه نوې متمرکزه او منظمه ستراتیژي غوره کړي چې هیواد د سمون لارې ته برابر شي.

د باندنیو اړیکو د کمېټې مشر سناتور جان کېري دغه ډله خلکو ته ور و پېژندله:‎ "زه به د نورو په مرسته خپل پوره وس وکړم چې د ‏حکومت پام دې مسلې ته را واړه وم. دا خبره تر نوي حکومت پوري نه شي پاتې کېدای، باید اوس اوس پیل شي"

ناټو لپاره د امریکا پخواني سفیر ډېویډ اېبشر و ویل چې اروپا باید افغانستان ته ورپېښ خطرونو ته پام وکړي ‎د پیغور خبره دا ده چې تر زمونږ زیات اروپا ته پخپله په افغانستان کې خطر موجود دی، او دوی په افغانستان کې زمونږ پوره ملاتړ کوي.

سفیر تومس پیکرنگ د افغانستان لپاره د ملگرو متلونو د ځانگړي سفیر په توگه د لارډ ایشډن په ټاکلو کې د مایوسۍ ډکي ناکامۍ په هکله خبرې وکړې.

پیکرنگ: د دې لپاره چې په افغانستان کې غیرنظامي کارونه منظم کړي، د سفیر په توگه د لارډ ایشډن په ټاکلو کې د ملگرو ملتونو ناکامه هڅې ته یواځي په تابوت کې یو بل مېخ ویلی شم. دا یوه بله ستره غمیزه ده دغه په افغانستان کې د ناکامۍ د خطر څخه د خبرداري لومړی زنگ نه دی بلکه کېدای شي دا ځل ټول اړونده اړخونه گام اخیستو ته و هڅه وي.

XS
SM
MD
LG