د لاس رسي وړ اتصالات

دموافقې سره سره په کینیاکې تاوتریخوالی دوام لری


سره لدی چې دحکومت او مخالف گوند ترمنځ موافقه شویده چې غواړی تاوتریخوالی پای ته ورسوی، دکینیا په لویدیځ کې تاوترېخوالی دوام لری . پولیسان وائې، دجمعی دورځی نه راپدی خوا درفټ دناوی په نښتو کې لږترلږه ١۴ تنه وژل شویدی. دوی وائې، ځینی کسان په چړو او په زهرجنو غشو وژل شویدی .

مامورانو دارپوټ هم ورکړیدی چې احتجاج کونکوبیگاه په لویدیځ ښارگوټی ایلدوریت کې یوی کلیساته اوراچولی دی . دتلفاتو په باره کې رپوټ ندی ورکړل شوی . دملگرو ملتونوپخوانی عمومی منشی کوفی انان دجمهورریئس موی کیباکی او دمخالف گوند ترمنځ دموافقی اعلان وکړچې دداسی خبرو په طرحه ئې موافقه کړیده چې هغه دکینیا ستونزی ته خاتمه ورکوی . ددغه اعلان نه وروسته دا جگړه پیل شوه . ښاغلې انان وویل، دواړه خواوی به دتاوتریخوالی په ختمولو، دبشری مرستو په رسولو او په سیاسی حل باندی خبری وکړی.

دښاغلې انان په قول دواړه خواوی پدی عقیده دی چې دوی په پنځلسو ورځو کې په دغو موضوعاتو غوروکړی . دکینیا مخالف مشر رائلا اوډینگا په جمهوررئیس موی کیباکی باندی تورلگوی چې دتیری میاشتی دجمهوری ریاست په انتخاباتو کې ئې ټگی برگی کړی وه . دانتخاباتو نه وروسته احتجاجی مظاهری پیل شوی چې هغه بیا دقبائلو ترمنځ په تاوتریخوالی بدلی شوی . دملگرو عمومی منشی بان کیمون دکینیا له خلکونه وغوښتل چې دغه تاوتریخوالی ته خاتمه ورکړی .

XS
SM
MD
LG