دعراق مقامات وائې، دجمعی دورځی نه راپدی خوا چې دبغداد دکورنیو څاروپه دوبازارونو کې دوه ځانمرگی بریدونه شویدی چې (٩٩ ) تنه پکې وژل شویدی چې دا په څو میاشتو کې په بغداد کې مرگانی حمله وه . مقامات وائې، دوه چاودنی چې یو دبل ترمنځ ئې شل دقیقی فرق و، دوه ښځو وکړی او دلیری نه کنټرولیدی .دوی وائې، دواړو ښځو دماغی خلل لاره .
په دغو چاودنو کې لږترلږه ١٥٠ تنه زخمیان شول . دامریکا نظامی مقامات وائې، په عراق کې القاعده ددغوچاودنومسؤله ده . دامریکا دبهرنیوچارو وزیری کانډولیزا رائس دهغه چا بی رحمی او وحشت وغنده چې دارنگه یوه حمله کوی .