د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو خلاف په جلا جلا حملو کې تقرېبا شل کسان وژل شوېدى


د افغانستان په درې ولاېتونو کې ځاېي چارواکى وايى د طالبانو خلاف په جلا جلا حملو کې تقرېبا شل کسان وژل شوېدى.

پولېس وايي چې د فراه په ولاېت کې د بکوا په اولسوالى کې خارجى قواو د طا لبانو د ېوه مشکوک قوماندان په کور بمبارى وکړه او لږ تر لږه نهه کسان ېې پکى ووژل.

رپوټ وايي چې په مړو کې ښځې اوماشومان هم شامل و. دغه برېد دېکشنبى په ورځ شوى و خو د طالبانو قوماندان پکى ندى وژل شوى.

رپوټ وايي په افغانستان کې د ملکى تلفاتو مسله ډېره حساسه ده. د اورزگان دولاېت چارواکى وايي دافغانستان قواو په دغه ولاېت کې دطآلبانو لږ تر لږه نهه جنگېالى دېکشنبى په ورځ وژلى دى.

دهېلمند ولاېت دامنېه قوماندان وايي نړېوالو قواو ېو مشکوک افراطى دهغه په کورباندى په ېوه ناڅاپې چپاو کې د شپې له خوانه وژلى دى.

XS
SM
MD
LG