د لاس رسي وړ اتصالات

ېوه ځان وژونکى د پاکستان په پوځى سروېس برېد کړېدى


د پاکستان د راولپنډۍ په ښار کې ېوه ځان وژونکى، د پوځ په سروېس موټر کې ځان په بم الوزولى دى او شپږ تنه پوځى ماموران ېې له ځان سره وژلى او پنځه وېشت نورېې زخمى کړېدى.

د پاکستان چارواکى وايي ېوه حمله کوونکى خپل موټر ساېکل د پوځ د ملى لوژېستېکى موټر سره نن ددوشنبى په ورځ وجنگاوه.

په راولپنډۍ کې د پاکستان د پوځ مرکزى دفترونه پراته دى اود پاکستان له پاېتخت اسلام اباد نه لږ بهر پرته ده.

د پاکستان د مخالف سېاسى گوند مشره بېنظېر بهټو د تېرکال د ډېسېمبر په ٢٧ مه نېټه په همدغه ښار کې په داسى حال کې ووژل شوه چې ېوې سېاسى غونډې ته ېې وېنا کوله.

دهغې قتل ددې سبب سو چې د پاکستان د ولسى جرگې انتخابات د فبرورى تر اتلسمى نېټى پورې وځنډول سى. رپوټ وايي تراوسه پورې ددغې حملى مسوولېت چاپه غاړه ندى اخېستى.

خو حکومت ددغې حملى پړه له القاعده سره تړلو افراطېانو باندى ور اچوى. ددغې ډلې مشر بېت الله مهسود دى او مرکزېې په هغه قبېلوى سېمه کې چې د افغانستا ن سرحدته ته نېژدى پرتې دى واقع دى.

XS
SM
MD
LG