د لاس رسي وړ اتصالات

په اسراېېلو کې ځان وژونکى چاودنه شوېده


داسراېېلو چارواکى وايي چې ېوه ځان وژونکى نن ددوشنبى په ورځ خپل ځان په ېوه جنوبى ښار ډېمونه کې په بم الوزولى دى.

په دغه چاودنه کې ېوه اسرائېلۍ ښځه وژل شوېده او څو نور کسان ټپېان شوېدى.

ددغه ښار د پولېسو ېوه چارواکى ووېل چې دوه برېد کوونکىول خو هغه ېو مخکى له دېنه چې د خپلو چاودونکېو موادو واسکټ وچوي ووېشتل شو او ځاې په ځاى مړشو.

د محمود عباس د فتح د تحرېک دالاقصى د شهېدانو لوا ددغې حمى مسوولېت په غاړه اخېستى دى. رپوټ وايي چې په ډېمونه کې د اسراېېلو اټومى تاسېسات دى.

خو حمله د اټومى تاسېساتو په شاو خواکې نه وه، بلکه په ېوه داسى بازار کې وه چې گڼه گوڼه پې ډېره زېاته وه. دا چاودنه په داسى وخت کې کېږى چې د مصر او حماس قواو په خپل منځ کې سرحد ېوه ورځ مخکى بېا بند کړ.

افراطېانو د مصر اوغزې ترمنځ سرحدى دېوال او موانع ېوولس ورځى مخکى نړېولى وې.

XS
SM
MD
LG