د لاس رسي وړ اتصالات

د غیرت په نوم وژنی لویدیز ته هم ورسېدې!!


د ملگر ملتو موسیسه وایی چی هر کال قریب ٥ زره ښځی او نجونی د نړئ په بیلا بیلو برخو کی د کورنیو او نورو کسانو لخوا د غیرت په نوم وژل کیږی.

د غیرت په نوم دا وژنی چی پخوا زیاتره په منځنی ختیځ شمالی افریقه او جنوبی اسیا کی پیښیږی، خو اوس دا پیښو لویدیزو ملکونو ته هم سر کړیدی او ځینی نجونی د غیرت په نوم یا وژل شوی یا شکنجه شویدی.

پاکستانئ پیغلی شازیه، پینځه کاله د حکومت په دارالامان کی تیری کړیدی. هغه خپل کور ته تلل نه غواړی، ځکه چی د هغوی دلاسه خو دلته پټه شویده هغه وایی اول کی زه د خپلی کورنئ نه نه ډاریدم، خو دومره نه چی گنی دوی به ووژنی یا به د وژلو گواښ راته وکړی.

د شازیی یوازینئ جرم دا ښودل شوی چی د هغی مور او پلار هغه په رخصتیانو کی ځان سره پاکستان ته وړی وه، او د هغی د رضا نه پرته یی د کاکا د ځویی سره یی ورته نکاح تړلی وه. خو اوس هغه غواړی چی دا نکاح ختمه کړی.

هغه وایی چی د طلاق اخیستو فیصله زما د ژوند د ټولو نه ترخه فیصله وه. زه پوهیدم چی دی سره به زه خپل مور او پلار او ټوله کورنئ او قبیله د لاسه ورکړم. او بیا به را سره څوک د خبرو کولو هم پاتی نه شی.

شازیه وایی چی ما ځان ډیر یوازی احساسولو او حتی چی د ځان د وژلو فکر هم را سره پیدا شوی و، خو بیا د یو سکی جینیئ، جسویندر سینگارا، سره می رابط ونیوله. هغی هم د شازیی په شان کیسه درلودله.

د هغی کورنئ هم هغه په زوره یو چاته ودوله خو هغه د کوره ووته او د څو کالو راهیسی د گمنامئ په دنیا کی ژوند کوی. خو بیا د هغی یو خوری روبینی چی په ناراضا واده یی شوی و خپل ژوند یی پخپله ختم کړو.

نو دی پیښی نه پس جسویندر بیرون راوته او د داسی پیښو د مخنیوی د پاره یی مبارزه پیل کړه. هغه وایی چی زما کشری خور به همیش د خپل میړه د کورنه په ژاړه پلار کره راتله او د میړه او خسر د کورنئ د لاسه شوو ظلمونو فریاد به یی کولو. خو مور پلار به بیرته میړه کره لیږله او ویل به یی چی دا زمونږ د عزت مسله ده او ښځه باید په هر حال کی خاوند سره پاتی شی.

خو اخر هغه بیزاره شوه او ځان ته یی اور واچو. د ی پیښی او نورو پیښو په اساس جسویندر یو کتاب هم لیکلی دی او یو داسی مرکز یی هم پرانستی چی د هغو تورو سرو سره مرستی کوی چی د زور د واده یا نور د غیرت په نوم د ظلمونو د لاسه ځانته سر پناه لټوی. پخپله جسویندر وایی چی زه ځان ډیر قوی احساسوم چی زه هم د دوی په شان ووم.

روبینه اول خو باید نه وی مړه شوی او اوس چی مړه ده، نو باید چی مرگ یی داسی عبث لاړ نه شی. دی مبارزه کی ستر مشکل د خلکو توجو را جلبول دی.

په کال ٢٠٠٧ کی یوه عراقه کورده پیغله دعا خلیل په دی جرم سنگسار شوه چی هغی د خپل دین نه بیرون د بل چا سره جنسی مناسبات ساتلی وو.

په نړئ کی د غیرت په نوم د وژنی خلاف مبارزه کونکی ټولنی غړی ډیانه نامی وایی چی اوس دا جرم یو نړیوال جرم گرځیدلی دی.

هغه وایی چی اوس مهال دا جرم ورځ په ورځ د خوریدو په حالت کی دی او علت یی دا دی چی اسلامی شدت پسندی زیاته شویده او افراطیات ډیر زور اخیستی دی چی په ټوله نړئ کی عموما او په منځنی ختیځ کی خصوصاً ډیر خور شویدی.

په انگلستان کی هم د غیرت په نوم وژنی زېاتی شویدی. یوه شپاړلس کلنه جینئ هوسا یونس د خپل پلار د لاسه په دی جرم ووژل شوه چی هغی د یو عیسایی سره اشنایی جوړه کړی وه.

یوه بله جلئ بنز محمود نومیږی، هغه د وهلو ټکولو نه پس روغتون ته یوړل شوه او هلته یی وویل چی پلار او کاکایی هغه د لاسو او پښو نه وتړله او هڅه یی وکړه چی ووژنی، ځکه چی دی د یو داسی نفر سره د واده خواهش درلودو چی د کورنئ یی خوښ نه و.

هغه د بیهوشئ په حالت کی یو صندوق کی د پولیسو لاس ته ورغله او اوس یی پلار او کاکا د قتل په جرم کی نیول شویدی. خو جسویندر سنگاړا وایی چی پیغله بینزا د پولیسو د لاسه دی حال ته ورسیده. هغه وایی بینزا څو ځلی پولیسو ته ورغله او ورته یی وویل چی پلار می وژنی خو پولیسو ورته خندل چی دا څنگه کیدای شی چی د یو هلک سره په اشنایی کولو څوک خپله لور ووژنی.

د انگلستان حکومت وایی چی هر کال قریب دولس پیښی داسی کیږی چی هغی کی د کورنئ د غیرت مسله شامله وی. او اوس پولیس ډاکټران او استآران په دی ارتباط روزل کیږی چی د داسی پیښو د شدت نه وړاندی حکومت ته خبر وکړی.

د غیرت په نوم وژنو د مخینوی دپاره یو وزارت هم تاسیس شویدی چی مشریی ورنن کوکر کوی. هغه وایی چی دا خبره باید مونږ سپینه کړو. مونږ ورنه باید دا غیرت کلیمه وباسو او راسا په قتل باندی خبره وکړو. او انسان وژل که هر نوم وی باید مخه یی ونیول شی او باید محاکمه شی.

اوس شازیه قیوم د گمنامی د ژوند نه راوتی ده. اوس هغه د انگلستان د حکومت لخوا د جبری ودونو د مخینوی د چارو د دفتر نطاقه ده. او هغه هغو مکتبونو ته ورځی چی دی مسلی باندی یی سترگی پټی کیړدی هغه وایی.

"زه دا مهمه گنم چی ځوانان باید پوه شی چی دوی سره د دوی د ژوند د فیصلو په لړ کی ملاتړ کونکی شته دی. او داسی اعلانونه چی د مخدره موادو او نورو مشروباتو په ضد خپریږی باید د غیرت په نوم د وژنو په ضد هم خپاره شی. دا کار کومه سیاسی ایجنډا نه لری بلکی دا یوه بشری موضوع ده چی پام ورته وشی."

شازیه قیوم دا هیله لری چی یو ورځ به د دوی په کوششونو مینیدی پلرونه او عام خلک پدی قانع شی چی د غیرت په نوم قتلونه د نورو وژنو پشان یو لویو جرم دی او باید چی مخه یی ونیول شی.

XS
SM
MD
LG