د لاس رسي وړ اتصالات

جاپان وعده کوى چې افغانستان ته به ١١٠ ملېونه ډالره مرسته ورکړى


جاپان وايي چې افغانستان ته به ١١٠ ملېونه ډالره مرسته ورکړى چې خپل سرحدى امېنت پرې ښه کړى، د بى سوادى سر ه مبارزه وکړى او ددغه جنگ ځبلى هېواد له مهاجرانو له ستونزو سره مرسته وکړى.

جاپان نن خپله ژمنه دهغه دوه ورځنى نړېوال کنفرنس په ترڅ کې اعلان کړه چې په توکېو کى دافغانستان د بېا رغونى لپاره کېږى.

په دغو کنفرانس کى د ٢۴ هېوادونو استاځى او د نړېوالو موسسو غړى برخه اخلى، دوى به په افغانستان کې د مخدره موادو په ستونزو او د افغانستان د امنېت په ښه کولو باندى هم تمرکز وکړى.

د افغانستان د بهرنېو چارو وزېر رنگېن دادفر سپنتا له نړېوالى ټولنى نه د هغوى د مرستو مننه وکړه او د هغود دوامدرې مرستى لپاره ېې غږ وکړ.

جاپان د افغانستا ن د بېارغونى لپاره مرستى برابروى. تېره مېاشت توکېو خپل مامورېت چې د امرېکا سمندرى قوې ته تېل ور ورسوى بېا پېل کړ چې د امرېکا په مشرى د اېتلاف له قواو سره په افغانستان کى مرسته وکړى.

د افغانستان دکورنېو چارو وزېر رنگېن دادفر اسپنتاد جاپان له صدر اعظم ېاسو فوکودا سره په توکېو کې ددوشنبى په ورځ ملاقات وکړ.

ښاغلى ېاسو فوکودا ووېل چې جاپان به دافغانستان بېارغونې اوامنېت راوستلو په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړى.

XS
SM
MD
LG