د لاس رسي وړ اتصالات

ېو نوى رپوټ: د افغانستان د کوکنارو د دهقانانو لپاره دې د اوږدې مودې مرستى برابرى شى


د افغانستان د مخدره موادو د تجارت په هکله ېونوى رپوټ حکومت د کوکنارو د کرلو د مخنېوى لپاره متبادلولارو چارو ته هڅوى.

رپوټ وايي چې په افغانستان کې دنړى په سلو کې ٩٠ اپېن تولېدېږى. دنړى بانک او د برتانېې د نړېوال انکشاف ادارې نن دسه شنبى په ورځ خپلې څېړنى خپرې کړې. په دغه رپوټ کې غږ شوېدى چې د کوکنارو له کرونکېو دهقانانو سره دې داوږدې مودې مرستى وشى.

په دې کې د کلېوالى پروژو او کرنى او حېواناتو په برخه کې دا وړاندېز شوېدى چې نړېواله پانگه اچونه دې په دې برخه کې زېاته شى.

رپوټ وايي ددغه هېواد د مخدره موادو زېاتېدونکى تجارت په دغه هېواد کې له بد امنى سره نېژدى اړېکى لرى ، خصوصا د افغانستان په جنوب کې چې دطالبانو له خوانه تشدد او مرگ ژوبله پکى زېاته ده.

په ېوه بل رپوټ کې چې ددوشنبى په ورځ خپور شو وېل شوېدى چې په افغانستان کې د کوکنارو د کرلو مخېنوى د نړېوالى ټولنى په ترجېحاتو کې شامل و خو دغه هڅى له ناکامى سره مخامخ شوېدى او دېاغېانو د عملېاتو دتموېل لپاره ډېرې پېسى برابروى.

دغه رپوټ دنړېوالى همکارى مرکز چې دېنوېارک په ېوه پوهنتون کې دى خپورکړىدى. په رپوټ کې وېل شوېدى چې د کوکنارو د فصلونو وهل بېله دېنه چې دهقانانو ته دهغو په بدل کې څه ورکړل شى، خلک دېته مجبوروى چې له طالبانو سره ېوځاى شى.

د افغانستان وزېران د جاپان له مشرانو سره دېوه نړېوال کنفرانس په ترڅ کې چې دافغانستان د بېارغونى لپاره جوړ شوېدى خبرى کوى.

XS
SM
MD
LG