د لاس رسي وړ اتصالات

په پاکستان کې د مظاهره چېانو له پولېسو سره اخ و ډب پېښ سو


پولېس په پاکستان کې وايي چې په پاېتخت اسلام اباد کې د سوونو مظاهر ه چېانو د خورولولپاره اوښکى بهوونکى گاز استعمال کړېدى.

مظاهره چېانو کوشش کاوه چې د پخوانى قاضېى القضات افتخآر محمد چوهدرى کورته ځانونه ورسوى. ښاغلى چوهدرى په خپل کور کې نظر بند دى.

په دغو مظاهرو کې د چاد نېولو او ېا زخمىکېدلو خبرندى راغلى.

پولېس وايي دغه مظآهره چې د ېوه سخت درېځه تنظېم له خوانه رهبرى کېدله مخکى له دېنه چې د پخوانى قاضې القضات افتخار محمد چوهدرى کور ته ورسېږى، پاېته ورسېدله.

پخوانى قاضېى القضات افتخار جوهدرى له ؤظېفى نه د تېرکال د نوومبرپه درېمه نېټه لېرى شو اوپه کور کېنول شو. تېر کال د نومبر په درېمه نېټه د پاکستان جمهور رئېس پروېز مشرف اظطرارى حالت اعلان کړى و او قاضى القضات له هغه سره مخالقت اعلان کړى و.

په پاکستان کې په زرگونو خلکو د کشمېر له خلکو سره د پېوستون داعلانولو په خآطرپه مظاهرو کې گډون وکړ. په پاکستان کې د فبرورى پنځمه نېټه د کشمېر د ورځى په نامه ېادېږى او رخصتى ده.

XS
SM
MD
LG