د لاس رسي وړ اتصالات

رایس لندن ته روانه ده ترڅو په افغانستان کې د ناتو دنده وڅیړي


د امریکا د باندنیو چارو وزیره، کاندولیزا رایس، د سه شنبې په ورځ لندن ته ځي تر څو د بریتانیا يي مامورینو سره په هغه زیاتیدونکي لانجه وغږیږي چې په افغانستان کې د عسکرو د شمیر په سر رامنځ ته شویده.

د امریکا حکومت د ناتو د غړو هیوادو نه غواړي چې په افغانستان کې خپل عسکر زیات کړي، خصوصاً په هغو سیمو کې چې د طالبانو سره جگړې روانې دي.

لکه چې ویل کیږي د کاندولیزا رایس د لندن خبرې چې چارشنبه د بریتانیې د صدر اعظم، گوردن براون، او ددې هیواد د باندنیو چارو د وزیر، ډیوډ میلي باند، سره کیدونکي دي، هغه ستراتیژیکي خبرې وي چې د ناتو د غړو هیوادو د وزیرانو د غونډې نه مخکې کیږي او په دې غونډه کې به د افغانستان موضوع وڅېړله شي.

بریتانیا او د امریکا متحده ایالات، دواړه غواړي په افغانستان کې د خپلو پوځونو شمیر زیات کړي؛ خصوصاً د ملک په جنوبي نا ارامه سیمه کې - چیرته چې طالبانو خپلو حملو ته زور ورکړی دی.

د امریکا حکومت د ناتو د غړو ملکونو نه په زغرده غوښتي دي چې په افغانستان کې خپل پوځونه زیات کړي. د ناتو د غړو هیوادو تر منځ شخړه تیره هفته هغه وخت را برسیره شوه کله چې جرمني د امریکا د دفاع د وزیر ددې غوښتنې په ځواب کې چې خپل عسکر دې د ملک جنوبي سیمو ته واستوي، غوڅ ځواب ورکړ.

د جرمني قواوې د افغانستان په شمال کې چې وضع نسبتاً باثباته ده پراته دي. په عین حال کې کانادا هم اعلان وکړ چې که چیرې د ناتو نور غړي هیوادونه نور تقویتي عسکر ونه لیږي، دغه هیواد به بل کال خپل عسکر له افغانستان نه وباسي.

په داسې حال کې چې کوندا لیزا رایس لندن ته روانه ده، د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، شان مکورمک، د ناتو د غړو هیوادو تر منځ د درز خبره جدي نه گڼي. خو ده وویل چې د امریکا حکومت د خپلې دغې غوښتنې نه چې غړي ملکونه نور عسکر افغانستان ته واستوي په شا نه شي.

مکورمک وايي: "حتې د اتحاد په منځ کې هم کیدای شي غړي ملکونه سره تاکتیکي تفاوتونه ولري، چې مونږ یې منو. خو کله چې خبره جدي او د ماموریت مسئله وي نو مونږ یې په زغرده کوو. نو په دې مسئله کې مونږ نیغ په نیغه دغه خبره کوو چې ناتو دې د یوه اتحاد په بڼه خپله جنگي وړتیا په افغانستان کې پیاوړی کړي."

د افغانستان مسئله به د لتوانیې په پایتخت ویلنیوس که د ناتو د غړو ملکونو د دفاع د وزیرانو په غونډه او بیا یوه میاشت وروسته په بروکسل کې د دې هېوادو د باندنیو چارو د وزیرانو په غونډه کې مطرح کړي او دا دواړه غونډې په بخارست کې د راتلونکې اپریل د ناتو د غړو هیواد د مشرانو د غونډې نه مخکې کیږي.

هیله کیږي چې د رایس او د بریتانیې مامورین افغانستان لپاره د یوه فوق العاده استازي د ټاکلو په سر هم خبرې وکړي او دا کار وروسته له هغه کیږي چې بریتانوي ډپلومات پاډي اشډاون د افغانستان د جمهور رئیس حامد کرزي لخوا ددغې دندې لپاره مسترد شو.

د امریکا مامورین وايي د بیا جوړولو او د مخدره موادو پر ضد د مبارزې د هڅو د هماهنگۍ لپاره اړتیا شته ده. دوی په دې خبره چې د افغانستان حکومت اشډاون ونه مانه، مایوسه دي. اشډاون یو وخت د بین المللي استازي په صفت په بوزنیا هرزه گوینا کې کار کړی دی.

د اکسفام د غیر دولتي موسسې لخوا تیره هفته په افغانستان کې د بشري ناورین رپوټ ورکړ شو. اکسفام وویل چې که چیرې بین المللي مرستې افغانستان ته ونه رسیږي او د دولت د مخالفینو مخه ونه نیول شي نو افغانستان د یوه خطرناک حالت سره مخامخ کیدونکی دی.

په یو بل رپوټ کې چې د ناتو د یوه امریکايي قوماندان جنرال جیمز جونز لخوا خپور شو ویل شوي دي چې ددې خطر شته دی چې افغانستان د کافي عسکرو او د اقتصادي مرستو د نشتوالي په سبب په یوه ناکام هیواد بدل شي.

XS
SM
MD
LG