د لاس رسي وړ اتصالات

نن امرېکاېان د جمهورى رېاست د کاندېدانو د معلومولو لپاره راېې ورکوى


د امرېکا دمتحده اېالاتو په شلو اېالتونوکې دېموکراتان او جمهورى خواهان نن د جمهورى رېاست په ابتداېې انتخاباتو ېا گوندى انتخاباتو کې راېې ورکوى.

د امرېکا په ختېځو اېالتونوکې د راېو اچولو حوزې خلاصى شوېدى. دنن ورځى په انتخاباتو کې به دا فېصله وشى چې د دېموکرات او جمهورى گوند له خوانه د جمهورى رېاست لپاره دروان کال د نومبر په مېاشت کې څوک کاندېد شى.

د امرېکا دمتحده اېالاتو د پنځوسو اېالتونو له جملى نه څلوروېشت اېالتونه دنن ورځې په انتخاباتو کې برخه اخلى. د امرېکا په اېالتونوکې دانتخاباتو نظام ېوله بله لږ توپېر لرى.

کاندېدان ددى لپاره چې دخپل گوند له خوانه په ملى انتخاباتوکى د جمهورى رېاست لپار وټاکل شى نو پکارده چې د اېالتونو زېات شمېر استاځى وگټى.

دراېو اچولو په برخه کې څېړنى څرگندوى چې دېموکرات سناتور براک اوباما اودېموکراتې سناتورې هېلرى کلنټن ترمنځ د گوند له خوانه جمهورى رېاست د کاندېد ۍ گټلو لپاره سخته مبارزه روانه ده او دواړه په راېو کې ډېر سره نېژدى دى.

توقع ده چې دغه انتخابى مبارزه په کلېفورنېا کې ددواړو لپاره نوره هم ډېره سخته وى، ځکه چې د کلېفورنېا اېالت ډېر استاځى لرى. د جمهورى گوند دکاندېدانو په منځ کې سناتور جان مکېن تر نورو رقېبانو ډېر مخکى ښکارى.

په دغه انتخاباتى مبارزه کې د مساچسټس پخوانى والى مېټ رامنى په دوېمه درجه کې له مکېن سره ډېر نېژدى روان دى.

مکېن له رامنى نه په دې مخکى شو چې دامرېکا په جنوبى اېالتونو فلورېډا او جنوبى کرولاېنا کې ېې د جمهورى گوند انتخابات وگټل.

XS
SM
MD
LG