د لاس رسي وړ اتصالات

د امرېکا پوځ په عراق کې درى ملکېان وژلى دى


د امرېکا اوعراق چارواکى وايى چې دمرکزى عراق په ېوه کلى باندى دامرېکا ېې قواو په چپاو کې دوه نارېنه اوېوه ښځه وژل شوېده.

په همدغه پېښه کې لږ تر لږه ېو ماشوم هم زخمى شوېدى. د عراق د پوځ ېو منصبدار وايي چې ېو دهقان دهغه مېرمن او ېو زلمى زوى ددوشنبى په ورځ په ېوه چپاو کې ووژل شول.

په دغو عملېاتو کې ېو وړوکى کور په الداور نومې کلى کې چې دتکرېت ختېځې خواته پروت دى په نښه شوى و. دهغوى لور زخمى شوله.

د امرېکا پوځ وايي کله چې دوى دغه کورته ور ننوتل نو په عسکرو باندې ېې د سپکو وسلو ډزې وشوې. دوى د خپل ځان ددفاع لپاره ځوابى ډزې وکړې.

د امرېکا چارواکى وايي چې ددغې پېښى په باب تحقېقات کېږى. دامرېکا پوځ ددوشنبى په ورځ هم په ېوه خبر لېک کې ووېل چې د شنبى په ورځ ېې اسکندرېې ته نېژدى په ډزو کې نهه ملکېان ووژل او درى تنه ېې زخمى کړل.

دغه سېمه د بغداد په جنوب کې واقع ده. دامرېکا پوځ وايي چې دوى د ملکېانو په تلفاتو باندى خواشېنى ښکاره کوى.

XS
SM
MD
LG