د لاس رسي وړ اتصالات

امریکا: ایا پرویز مشرف د ترهگری سره په جگړه کې د باور وړ او موثره ملگری دی او که نه؟


په داسي حال کې چې د امریکا د جمهوري ریاست د څوکی د گټلو لپاره انتخاباتي مبارزه به په نومبر کې د عمومي انتخاباتو سره پای ته ورسیږي، په پاکستان کې پارلماني انتخابات د روانې میاشتې په اتلسمه نیټه کیږي.

ددې دوو هیوادونو روان سیاسي بهیرونه په یو او بل څه تاثیر لري؟

د پاکستان جمهور رئیس، پرویز مشرف، په یو وخت د نړی په دوو هیوادونو کې د د انتخاباتو موضوع گرځیدلی دی. د امریکا د جمهوري ریاست په انتخاباتي کمپاین او د سنا په غونډو کې په دې اړه پوښتنې کیږي چې ایا پرویز مشرف د ترهگری سره په جگړه کې د باور وړ او موثره ملگری دی او که نه.

د جمهوری ریاست د کاندید، براک اوباما، په دې خبرې په پاکستان کې تشویش ډیر شو چې د ترهگرو د نیولو لپاره د امریکا ځواکونه په یوازي سر هم د افغانستان څخه پاکستان ته واوړي.

اوباما: ”مونږ باید په هغوی فشار ډیر کړو چې په خپله خاوره کې د القاعده پر خلاف وجنگیږي. زه داسي وایم که چېري هغوی ونشو کولی او یا هم کول و نه غواړي، او مونږ موثق راپورونه ولرو، پکار ده مونږ په خپله حمله ورباندي وکړو."

خو څو ورځې وړاندې جمهور رئیس مشرف په لندن کې په ډېر واضحه توگه وویل کې چې هر ډوله خودسرانه اقدام به په سیاسي او پوځی ډگر کې ښې پایلې ونلري.

هغه وویل: ”دا زمونږ د هیواد د خپلواکۍ موضوع ده. امریکا او هر هغه څوک چې داسي خبرې کوي باید ددې موضوع سره د عادي خلکو حساسیت په پام کې ونیسي. زما په فکر، په پاکستان کې د بهرنیو ځواکونو عملیات هیڅ امکان نلري. دا کار نه له نظامي اړخه هوښیاتوب دی او نه هم د پاکستان اولس ته د منلو وړ دی."

په داسي حال کې چې ټاکل شوي ده د روانې میاشتې په اتلسمه انتخابات وشي، د ازادې قضائې قوې د مخنیوي، د مطبوعاتو د ازادی د سلبولو او د سیاسي اپوزیسیون د ټکولو له امله، د جمهور رئیس مشرف شهرت ته سخته صدمه رسیدلې ده.

د مخالفو د گوند د مشرې بېنظیر د ترور سره د پاکستان موضوع د امریکا په سیاست کې هم توده شوه او د پاکستان اتومي وسلې د اسلامي سخت دریځو لاس ته د پریوتلو په امکاناتو اندېښنه وښودل شوه. په دې اړه د جمهوري ریاست کاندیدې او دموکرات سناتورې هیلري کلنټن په گډه د وسلو د څارلو وړاندیز وکړ، خو جمهور رئیس مشرف ډیر ژر دغه نظریه یوه سیاسي خود کشي وبلله

مشرف: ”زه به ډیر احمق یم چې د پاکستان د جمهور رئیس په توگه دا ومنم او خارجیان پریږدم چې راشي او زمونږ اتومي پروگرام ته لار پیدا کړې. مونږ یی سخته حسوده ساتنه کوو او د هر پاکستاني په فکر او زړه کې دی."

ځینی پوهان په دې باور دي چې د پاکستان په اوسنیو کورنی تاو تریخوالي په جریان د اتومي وسلو څخه د خطر په اړه یو څه اضافه گویي شوي ده او په حقیقت کې اتومي وسلو ته کوم ځانگړی خطر نه دی متوجه.

اپوزیسیون په حکومت باندي په راتلونکو انتخاباتو کې د درغلیو د پلان لرلو تور لگولي دي. په دې اړه په واشنگټن کې د نړیوالې سولې لپاره د کارنیگي په بنیاد کې د پاکستان د چارو تحلیلگره اشلې ټیلس وایي مشرف د انتخاباتو داسي پایلې خوښوي چې په واک کې د هغه موجودیت تضمین کړې.

”که د پاکستان اولس د انتخاباتو پایلې ومني زمونږ د ټولو لپاره به د پاکستان سره د اړیکو ستره ستونزه حل شي. بلخوا کې چیري یي د پاکستان خلک ونه مني دا به امریکا له دې سره مخامخ کړې چې باید یو انتخاب وکړې."

زیاتره پوهان په دې باور دي چې د انتخاباتو جنجالي پایلې به دا اقلاً دا یقیني کړې چېپه نومبر کې د امریکال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې په بهرنی سیاست کې د پاکستان موضو‏ع اساسي نقطه وگرځي.

XS
SM
MD
LG