د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې به سږ کال هم 'په لویه اندازه' اپیم تولید شي


د ملگرو ملتونو یو نوی رپوټ وړاندوینه کوي چې په افغانستان کې به سږ کال هم په لویه اندازه اپیم تولید شي.

دغه رپوټ نن چهارشنبې د ملگرو ملتونو د جرمونو او مخدره موادو پر ضد د مبارزې ادارې په افغانستان کې د مرکو او لیدنو وروسته خپور کړې.

د یادی شوی ادارې رئیس ماریا کوستا وایې د دوه زره اته کال هم په افغانستان کې د اپیمو د تولید کچه به لوړه وي.

هغه اندیښنه څرگنده کړه چې د اپیمو تولید زیاتوالی به د وسله والو طالبانو لپاره مالي درامد چې ښایې سږ کال سل ملیونه ډالره وي، تقویه کړي

په ېوه جلا رپوټ کې چې ددوشنبى په ورځ خپور شو په نېوېارک کې نړېوالى همکارۍ مرکز چې د نېوېارک په پوهنتون کې د ى استدلال کوى چې په افغانستان کې دنړېوالى ټولنى د ترجېحاتو په جمله کې ېومهم کار دا وچې د افغانستان د کوکنارو کرل له منځه ولاړ شى.

هغوى وايي د غه هڅى ناکامى دى. د دې په ځاى او س له دغه مدرک نه لاډېرې پېسى لاسته راځى او ېاغېان ېې په خپلو عملېاتو لگوى.

په رپوټ کې وېل شوېدى چې د کوکنارو د فصل تباه کول بې له دېنه چې دهقانانوته د گټى متبادله لاره پېدا کړى شى، کروند گر دېته اړباسى چې له طالبانو سره ېوځاى شى.

ېو جلا رپوټ وايي چې دافغانستان وزېران په توکېو کې د جاپان له مشرانو سره په هغه نړېوال کنفرانس کې خبرى کوى چې دافغانستان د بېا رغونى لپاره جوړ شوېدى.

او په یو بل خیر کی، په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د ائیتلاف ځواکونه وایې چې د هیواد په جنوب کې په امنیتي کاروان باندې د سرک غاړی یوی بمي چاودنې کې یو عسکر وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د ائتلافي ځواکونو خپره شوی اعلامیه کې راغلي چې د سه شنبې په ورځ افغان او متحد ځواکونه یو ځای د هلمند سیند تر غاړو د گزمی په حال کې وو چې دغه چاودنه رامنځ ته شوه.

د قربانیانو د هویت په اړه څه ندی ویل شوي

.

XS
SM
MD
LG