د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان د پوځ ېو هېلېکوپټر نن غورځېدلى او اته کسان پکى وژل شوېدى


د پاکستان د پوځ ېو هېلېکوپټر نن د چارشنبى په ورځ په جنوبى وزېرستان کې غورځېدلى دى. په دغه پېښه کې، د ېوه جنرال په شمول، اته کسان وژل شوېدى.

رپوټ وايي هېلېکوپټر په هغه قبېلوى سېمه کې غورځېدلى دى چې له افغانستان سره نېژدى سرحد لرى او د پاکستان امنېتى قواوې له طالبانو اود القاعده سره تړلو ېاغېانو سره په جگړه بوختې دى.

د پاکستان د پوځ نطاق تورن جنرال اطهر عباس ووېل داسى گومان کېږى چې دا پېښه د تخنېکى ستونزو په سبب سوى وي.

هغه ددې خبرى امکان رد کړ چې گواکى افراطېانو به داهېلېکوپټر وېشتلى اوراغورځولى وى. هغه ووېل چې تورن جنرال جاوېد سلطان په جنوبى وزېرستان کې د کوهاټ د لښکرکوټ قوماندان او دوه برېد جنرالان هم په دغه پېښه کې مړه شوېدى.

رپوټ وايي سمدلاسه په دې برخه کې نور تفصېلات لاسته ندى راغلى.

XS
SM
MD
LG