د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان طالبانو اور بند اعلان کړېدى


افراطي طالبانو د پاکستان په شمال لوېدېزه قبېلوى سېمه کې له امنېتى قواوسر له څو مېاشتو جگړونه وروسته اوس اوربند اعلان کړېدى.

د تحرېک طآلبان پاکستان ېو نطاق مولوى عمر نن دغه تر نامعلومى مودې اوربند خبرېالانو ته اعلان کړ او وې وېل چې د پاکستان حکومت په تېرو څو ورځو کې نرموالى ښودلى او حملى ېې بندى کړېدى.

رپوټ وايي چې ددغې ډلې مشرى بېت الله مهسود کوى او د هغه مرکز په جنوبى وزېرستان کې دى.

د پاکستان او امرېکا د متحده اېالاتو حکومت پر هغه داتور لگوى چې د تېرکال د ډېسېمبر په مېاشت کې چې بېنظېر بهټو قتل شوه، دهغى په قتل کې ده لاس درلود. د پاکستان حکومت په دغه اوربند باندى تبصره نده کړې.

XS
SM
MD
LG