د لاس رسي وړ اتصالات

په چېن کې ېو پخوانى کمونېست په عمرى قېد محکوم شوېدى


د چېن ېوې محکمى د کمونېست گوند ېو پخوانى مشر د ادارى فساد په تور په عمرى قېد محکوم کړېدى.

د چېن سرکار اژانس زېنهوا رپوټ ورکړېدى چې د شانډانگ په اېالت کې پخوانى دوېم لمبر چارواکى ډو شېچېنگ د ٢٠٠٠ او ٢٠٠٦ کلونو تر منځ له اتو سوو زرو ډالرو نه زېات رشوت اخېستى و.

که څه هم په هغه باندى دعمر ې قېد سزا وختله خو زېنهوا وايى چې له ډو شېچنگ سره له نرمش نه کار اخېستل شوېدى ځکه چې هغه دولتى څارنوال ته په داسى جرمونو اعتراف کړېدى چې هغوى پرې بالکل خبر نه وو.

خو دغه اژانس دا معلومات ندى ورکړى چې دا جراېم د څه په باره کې وو. شانډانگ اېالت د چېن په هغو اېالتو نو کې شمېر ل کېږى چې ډېر زېات نفوس لرى.

XS
SM
MD
LG