د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا او برتانیې خارجه وزیرانو افغانستان ته ناڅاپی سفر کړی دی


د امریکا د بهرنیو چارو وزیرې، ‏‎ کاندولیزا رایس‏‎ او د برتانیې د بهرنیو چارو وزیر‏‎ ډیویډ میلي بینډ‏‎ د کندهار نا آرامه ولایت ته چی د طالبانو کلک مورچل دی نن د پنجشنبى په ورځ یو ناڅاپه سفر کړی دی.

هغه دواړه نن کندهار ته رسیدلي دي او د ناتو په مشری قواو سره ېې د جگړې مخکښه جبهه وکتله.

اغلى راېس ووېل دوى ددې لپاره کندهار ته ولاړل چې له پاېتخت کابل نه بهر ته ووزى او داسى سېمه وگورى چې ډېره فعاله ده.

ډېوېډ مېلېبند ووېل دا سېمه په تارېخ او افغانستان کې ېو څرگند مقام لرى. اوموږ غوره انتخاب وکړ چې له پاېتخت نه بهر ېو ځاى وگورو.

میرمن رایس خبریالانو ته چی د لندن نه ددوی ددې سفر ملگري دي وویل چی دې ته ضرورت دی چی د ناتو غړی ملکونه په ائتلافي قواو کی چی دیاغی طالبانو سره جنگیږی زیاته ونډه واخلی.

رایس پرون په لندن کی وویل چی د ناتو قواوی په افغانستان کی د حقیقی آزمویښت سره مخامخ دي. هغې په دې باندی ټینگار وکړ چی د ناتو د اتحاد غړي باید د طالبانو په مقابل کی د جگړې پېټی په گډه را اوچت کړی.

رایس وویل چی د ناتو هیوادونه باید په دې پوه سی چی دوی په افغانستان کی د وسله والو یاغیانو سره جگړه کوی، نه داچی یواځی د سولي ساتني ماموریت ترسره کوی.

ټاکل سوې د ناتو ددفاع وزیران ددې هفتې په پای کی په ‏(‎ لیتوانیا‏)‎ کی سره وگوری. دامرېکا، برتانېې او هالېنډ د هېوادونو عسکر په نا ټو کى ډېر دى او د افغانستان په خطرنا که جنوبى سېمه کې پراته دى.

کاناډا گواښ کړېدى چې که دناټو نو رغړى هېوادونه نوى قواوې ور ونه لېږى نو دوى به خپل عسکر به په راتلونکى کا ل کې له افغانستان نه وباسى.

تېره اونى جرمنى دامرېکا ددفاع وزارت هغه غوښتنه رد کړه چې وېل ېې دافغانستان جنوب ته نورې قواوې ور ولېږى.

د جرمنى چارواکېو ورته ووېل چې ددوى د هېواد د عسکرو موجودېت په افغانستان کې د پارلېمان په منظورى پورې اړه لرى.

XS
SM
MD
LG