د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان په ختیځ کی درې عسکر زخمي شوي دي


یوه ځان مرگه د بم په چاودنه کی چی نن یې د خوست په ولایت کی وکړه، د ناتو درې عسکر زخمي کړي دي.

د ناتو د بین المللي امنیت ساتندوی قواوي وایی چی د ځان مرگه موټر بم نن ددوی د موټرو کتار ته نژدې وچول سو.

د یاغي طالبانو له خوا د ځان مرگو حملې په دې وروستیو میاشتو کی زیاتي سوي دي.

له بلي خوا، یوه نوې ویډیو چی په یوه اسلامي ویب پاڼه کی خپره شوې ښئي چی په افغانستان کی د القاعده مشر د خپل یوه لوړ رتبه قوماندان چی د امریکا د توغوندی په حمله کی وژل شوی، ستاینه کوی.

په دې دوولس د قیقه یی ویډیو کی چی پرون خپره شوې، مصطفی ابو الیزید د ابولیث اللیبی، شهادت ته اشاره کوی او لوړه کوی چی د هغه طرفداران به د هغه جگړې ته دوام ورکړی.

امریکایی چارواکي وایی چی لیبي د تیري میاشتي په آخیر کی د پاکستان په قبایلي سیمه کی د امریکا د راکټ په حمله کی چی د القاعده پر یوه پټ ځای یې وکړه، وژل سوی دی.

XS
SM
MD
LG