د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کې د مخدره موادو سره په مبارزه کې ایران څه نقش لري؟


په افغانستان کې د ایران نقش

د امریکا د دفاع وزارت کې د مخدره موادو سره د مبارزې معین، ریچرد ډاگلس، سره د امریکا غږ د خبریالې، نازنین انصاري مرکه:

سوال: په افغانستان کې د امریکا سفیر، ولیم ووډ، په افغانستان کې د ایران د نقش په اړه شک وښود او وایي چې جگړه ماران د ایران څخه وسلې ترلاسه کوي؟

ځواب ”دا خبره صحیح ده چې په امریکا کې او د افغانستان په حکومت او نورو گاونډیو هیوادونو او ائتلاف کې د ایران د نقش په اړه تشویش موجود دی.

سوال: په افغانستان کې د مخدره موادو سره په مبارزه کې ایران څه نقش لري؟ آیا ایران مثبت نقش لوبولی شي؟

ځواب: افغانستان هیواد ته د راتلو او د هیواد څخه د تلونکو دوه ډوله قاچاق سره مخامخ دی. د مخدره موادو کیمیاوي مواد د بهر څخه راځي او د هیواد په داخل کې لابراتوارونو کې کارول کیږي چې نه یوازي د مخدره توکو قاچاق کیږي بلکې ترورزم ته هم وده ورکوي. دا یوه جدي ستونزه ده چې د افغانستان حکومت غواړي د گاونډیانو په بامسؤلیته نقش سره یې له منځه یوسي.

سوال: ایراني چارواکي وایي قاچاقبران کیوشا راکټونه، د استخباراتو پرمختللی تخنیک او حتی تربیه شوي اوښان لري چې د هغه هیواد د مخدره موادو د قاچاق سره د مبارزې د ځواکونو سره مقابله کوي. تاسي په دې اړه څه وایاست؟

ځواب: د مخدره موادو قاچاقبران یوازي په افغانستان کې نه بلکې په عمومي توگه په هر ځای کې ښه مسلح وي. بدبختانه هغه هیواد چې په یوه بڼه په سیمه کې د دې ډول د وسلو د خورولو سبب وي په خپله هم د همدې نه متضرره کیږي.

سوال: ایا تاسی د مخدره موادو سره د مبارزې نتیجې ته خوشبیني لری؟

ځواب: زه د تیر کال په پرتله سږ کال ډیر خوشبینه یم، ځکه چې په افغانستان کې د ښه پلان جوړولو هڅه شوي او ددې ستونزې سره د مجادلې لپاره د گډ کار کولو چمتوالی لیدل کیږي. په همدې لړ کې نه یوازي د کښتونو د منځه وړلو لپاره بلکې د قانون د حاکمیت په لړ کې او په همدې ډول د پولیسو او اردو او نورو ادارو د جوړولو په لړ کې هم گامونه پورته شوي دي.

زه فکر نکوم چې د مخدره موادو قاچاق او کرل په بشپړه توگه له منځه ولاړ شي. نه یواذي په افغانستان او امریکا کې بلکې ددې امکان شته چې دې ته د قانون د پلي کولو په لړ کې د یوې ستونزې په توگه وکتل شي او اصلاً د یو هیواد موجودیت د خطر سره مخامخ کوي. که څه هم دا کار وخت او قوي تصمیم غواړي خو امکان لري.

XS
SM
MD
LG