د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان په جنوب لویدیځ کی دوه تنه وژل شوي دي


پاکستاني پولیس وایی چی په بلوچستان کی د سرویس موټرو په یوه سټیشن کی د بم په چاودنه کی لږ تر لږه دوه تنه وژل شوي او اته تنه زخمي شوي دي. خپله بم چونکی هم زخمي سوی او نیول سوی دی.

په بلوچستان کی قومي بلوڅانو بغاوت ددې د پاره پیل کړی چی غواړی زیات سیاسي حقوق تر لاسه کړی او د سیمی په طبیعی منابعو کی زیاته ونډه ولری.

یاغي طالبانو پرون د چهارشنبې په ورځ د پاکستان په قبایلي سیمه کی وویل چی دوی د حکومت سره تر نامعلومي مودې پوری اوربند اعلان کړی دی.

د پاکستان حکومت دا اوربند نه دی تایید کړی مگر چارواکو موافقه کړې چی د یاغی ډلو سره خبرو ته کښینی .

XS
SM
MD
LG