د لاس رسي وړ اتصالات

د ناتو عمومی منشی: په افغانستان کی به د ناتو د قواو ناکامي، د تروریستانو نوي حملې زیاتي کړی


د ناتو عمومی منشی، یاپ دی هوپ شیفر، وایی چی په افغانستان کی به د ناتو د قواو ناکامي د نړۍ په هغه سیمه کی د تروریستانو نوي حملې زیاتي کړی.

د ناتو دغه مشر خپل دا خبرداری نن د پنجشنبې په ورځ د لیتوانیا په پایتخت ویلنیوس کی د ناتو د اتحاد د دفاع د وزیرانو ددوې ورځنۍ غونډي د پرانیستلو په وخت ورکړ.

هغه وویل چی ناتو باید ثابت اقدامات وکړی چی په افغانستان کی چی قواوي یې د طالبانو سره په جگړو اخته دي، خپل نظامی ماموریت پیاوړی او تقویه کړی.

د ناتو مشر وروسته وویل چی د ناتو د دفاع وزیرانو دغه راز د سربیا د کاسووو په بیل شوي ولایت کی هم د ناتو د نقش په باب خبري وکړې.

توقع کیږی د ویلنیوس غونډه به د کاناډا، نیدرلینډز او برتانیې او همدا راز امریکا په شکایتونو باندی خبری وکړی چی وایی هغوی د جگړې زیاتره بوج د افغانستان په نا آرامو جنوبي سیمو کی په غاړه اخیستی دی.

کاناډا گواښ کړی چی که نور متحد ملکونه افغانستان ته تقویتي قواوی وانه ستوی نو بل کال به د هغه ملک نه خپلي قواوي را وباسی.

XS
SM
MD
LG