د لاس رسي وړ اتصالات

د ناتو د افغانستان نه غوښتي چی د طالبانو په مقابل کی جگړه قوی کړی


د ناتو عمومي منشی یاپ دی هوپ شیفر وایی چی افغانستان باید چی د یاغی طالبانو په مقابل کی جگړه قوی کړی . هغه نن د ناتو ددفاع دوزیرانو سره په یوه غونډه کی وویل چی دا خپله په افغانستان اړه لری چی خپل حکومت بهتره او امنیتي قواوي پیاوړي کړی . د ناتو مشر هغه ضروت یاد کړ او فشار یې پر واچاوه چی د اداری فساد سره باید مبارزه وشی ، د پولیسو د باور وړ قواوي تشکیل شی او د اپیمو د تولیداتو مخه ونیول سی .

نن دوهمه ورځ ده چی د ناتو ددفاع دوزیرانو غونډه د لیتوانیا په پایتخت ویلنیوس کی روانه ده او په هغې کی د امریکا په هغی غوښتنی باندی غور کیږی چی وایی دغه اتحاد دي نوري محاربوي قواوی هم د افغانستان جنوبي سیمو ته ولیږی . د امریکا ددفاع وزیر رابرټ گېټس د ناتو په غړو باندی فشار واچاوه چی افغانستان ته نور عسکر هم واستوی چی د یاغی طالبانو سره وجنگیږی . کاناډا ، نیدرلینډز او برتانیه د افغانستان جنوب ته چی زیاتي جگړې په کی رواني دي د خپلو عسکرو په لیږلو کی د امریکا سره ملگري شوي دي .

XS
SM
MD
LG