د لاس رسي وړ اتصالات

پاکستان نېستمنو خلکو ته د خوراکي موادو مرستي ورکوی


د پاکستان حکومت یو پروگرام پیل کړی چی په اساس یې په ملیونو خلکوته راشن کارټونه ویشل کیږی او دا پروگرام یې په داسی وخت کی شروع کړی چی په ملک کی قیمتونه ډیر لوړ شوي او انتخابات هم را نژدې دي . ددې پلان له مخي به څه د پاسه شپږ ملیون کورنۍ چی کم عواید لری وریجي غوړي بوره او د غنمو اوړه د بازار تر قیمت ۴٠ فیصده ارزان اخیستلای سی .

د پاکستان اسوشیټیډ پریس حکومتی آژانس د جمهوررئیس پرویز مشرف له قوله وایی چی دا د دولت وظیفه ده چی ددې تضمین وکړی چی هرچاته د اړتیا وړ خوراکي مواد ورسول سی . په پاکستان کی په دې وروستیو وختو کی د اوړو ، غوړو ، وریجو ، او بورې قیمتونه ډیر لوړ شوي دي

XS
SM
MD
LG