د لاس رسي وړ اتصالات

د ترکیې پارلمان دسر د د ستمال د بندیز د لرې کولو رایه ورکوي


د پارلمان په رایه اخیستنه کې چې د پنجشنبه په ورځ وشوه، دغه مصوبه د دریو نه ددوو نه زیاتې رایې وگټلې. د اساسي قانون د تعدیل په متن کې راغلي دي چې هېڅ څوک د عالي تحصیلاتو نه نه شي محرومیدلای. دا دا معنی لري چې مسلمانې ښځې چې دستمال په سروي د پوهنتون ټولگیو ته تللې شي.

دغه غوښتنه د ترکیې د انصاف او پرمختیا او د ښي لاسۍ ملت پالونکی گوندونو لخوا پارلمان ته وړاندې شوې ده. خو د خلکو جمهوري غوښتونکی گوند وايي چې دا مصوبه به د ترکیې غیر مذهبي عنعنو ته تاوان پېښ کړي. د ترکېې په ټولنه کې د غیر مذهبې قوانیو غوښتونکي د دغه بندیز د لرې کولو په مقابل کې خپله ناخوښي څرگنده کړېده.

XS
SM
MD
LG