د لاس رسي وړ اتصالات

دپاکستان مخالف گوند دمیرمن بهتو دوژل کیدونه وروسته دلومړی ځل لپاره جلوس کړیدی


دپاکستان دوژل شوی مخالفی مشری بینظیر بهتوسیاسی گوندنن دشنبی په ورځ په جنوب ختېځ واړه ښارگوټی کې دډیسمبردمیاشتی نه راپدی خواچې پخوانی صدراعظمه پکې وژل شوی وه،دلومړی ځل لپاره غونډه کړی وه. لږترلږه دوه زره پولیسان دتاټا ښارگوټی ته واستول شوچې هلته دمیرمن بهتو میړه اصف علی زرداری به دهغې دپاکستان دپیپلز پارټی په زرگونو پلویانوته ویناوکړی . دمیرمن بهتو عکسونه دغونډی په ځای کې ځړول شوی وو.

میرمن بهتو په راولپینډی کې په داسی وخت کې ووژل شوه چې هغه دانتخاباتی مبارزی له غونډی نه روانه شوی وه . دهغې مرگ په پاکستان کې دناارامی او دپارلمانی انتخاباتو دځنډ سبب شواو دغه انتخابات اوس دروانی میاشتی په ١٨ مه نیټه کیږی . دبریتانی سکاټ لینډ یارډ پرون دجمعی په ورځ دخپلو تحقیقاتو نتیجی اعلان وکړچې وائې، دا له زخم نه مړه شویده اودځانمرگی برید په وخت کې زخمی شوی وه او په مردکی نه وه لگیدلی .

XS
SM
MD
LG