د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان سیاسی بحران


د سرحد ایالت په چارسدې سیمه کې د عوامي نیشنل گوند په جلسه کې د یوه ځانمرگي برید په نتیجه کې لږ تر لږه پنځه ویشت تنه مړه او پنځه څلویښت نور ټپیان شول.

د جنوري اتلسم د انتخاباتو څخه د مخه دا د بمي بریدونو د لړۍ تر ټولو ورستی برید و. برید په چارسده کې په هغه تالار کې وشو چېري چې د عوامي نیشنل گوند نږدې دوه سوه غړي د یوې جلسې لپاره سره راټول شوي و.

یوه ځاي پولیس و ویل د وژل شوو کسانو په جملې کې دوه پولیس هم و، او دوی د ځانمرگي برید کونکي سر موندلی دی.

د سیمې یوه اوسېدونکي نصیر خان په دې هکله وویل: “زه له ستیج سره نږدې ولاړ وم. کله چې د قران پاک تلاوت ختم شو، چودنه وشوه. ما مخ را واړا و او و مولېدل چې د خلکو ټوټې په زمکه پرتې وې. دا یو ځانمرگی برید و.”

د گوند یو تن ایالتي مشر افراسیاب خټک هغه وخت جلسې ته وینا کوله چې چودنه وشوه. هغه د ډان ټلوېزیون ته و ویل دی له چودنې روغ رمټ را وتلی دی.

بل خو د امریکا تر ټولو جگپوړي قومندان مایک مولن و ویل په پاکستان کې د اسلامي بنسټپالنې خطر مخ په زیاتېدو دی، او د هیواد مشرتابه له دې خطر څخه پوره خبر دی.

هغه دا خبري د پروېز مشرف او د پوځ د مشر جنرال پروېز کیاني سره د لېدو وروسته وکړې: ‏ “په رښتیا هم خطر مخ په زیاتېدو دی. مونږ دواړه په دې هکله اندېښمن یو. زمونږ په نننۍ لېدونو کې د هیواد مشرتابه په لنډ وخت کې د دې خطر له منځه وړلو د توان په هکله اندېښنه څرگنده کړه.”

ښاغلی مولن کېدای شي سرحد ایالت ته په سفر ولاړ شي او هلته به د افغانستان سرحد ته نږدې د پاکستان د پوځ هغه ځایونه وگوري چې د هیواد پوځ یې د القاېدې او طالبانو خلاف د جگړې لپاره کاره وي.

په بله پېښه کې پرون په اسلام اباد کې پولیسو د هغو سلگونو مظاهره کونکو وکیلانو مخه ونیوله چې غوښتل یې د گوښه شوي او نظربنده قاضي القضات افتخار محمد چودري کورته ورشي.

کله چې وکیلانو د پولیسو تر پاټکونو د اوښتو هڅه وکړه نو د بلوې ضد پولیسو په دوی باندې اوښکي بهاونکی گاز وشیندو، او د اوبو له ټانکرو څخه د اوبو د شندلو په زور هغوی په شا و تمبه ول. په دغه جلسه کې شا او خوا ١٥٠٠ وکیلانو گډون درلود.

هم دا رنگه د شنبې په ورځ د پاکستان د وکیلانو اتحادیې د جنوري اتلسمې په انتخاباتو کې د گډون نه کولو پرېکړه وکړه، چې په حکومت باندې د گوښه شوو قاضیانو د بېرته ځای په ځای کولو لپاره فشار وا چوي.

بل لور د پیپلز گوند په لسگونو زره ملاتړو د هیواد په جنوب کې د بوټو د وژل کېدو وروسته په لومړي ځل د انتخاباتو د کمپاین لپاره په یوې جلسې کې گډون وکړ.

د بېنظیر بوټو کونډ شوي خاوند او د گوند مشر اصف علي زرداري په خپلو ملاتړو غږ وکړ چې د انتخاباتو د گټلو لپاره خپلې پوره هڅې وکړي.

زرداري: ‏ “‎که چېري دوی دا وار درغلي وکړي نو ځه به له دوی سره و گورم. که یې دا ځل په جیل کې وا چوه لم نو ځه له تاسو څخه ژمنه غوارم.‏”

دغه جلسه د سکاټلېنډ یارډ د پولیسو د هغه رپورټ څخه یوه ورځ وروسته وشوه چې ویلي یې و بنظیر بوټو د بمي چودنې په نتیجه کې وژل شوې وه، نه ده ډز په نتیجه کې.

XS
SM
MD
LG