د لاس رسي وړ اتصالات

دامرېکا ېو جگپوړه نظامى منصبدار د پاکستان صوبه سرحد ته سفر کوي


توقع ده چې دامرېکا ېو عالېربته نظامى قوماندان نن د ېکشنبى په ورځ شمال لوېدېځ پاکستان ته سفر وکړى اوهلته به هغه نظآمى هډه وگورى چې د القاعده او طالبانو پرضد د جگړې لپاره ترېنه کار اخېستل کېږي.

رپوټ وايي دغه سېمه دافغانستان سرحد ته نېژدى ده. د سمندرى قواو ستر جنرال ماېک مولېن دامرېکا د لوېو درسېتزانو د کومېټى رئېس پاکستان ته ددې لپاره تللى دى چې د ترهگرى خلاف جگړې په برخه کې دهغه ملک له چارواکېو سره خبرى وکړى.

دى به د پېښور ښارته چې د صوبه سرحد پاېتخت گڼل کېږى هم سفر وکړى. د سمندرى قواو دغه ستر جنرال ماېک مالېن د شنبى په ورځ په اسلام اباد کې ووېل چې په پاکستان کې د اسلامى افرآطېت گواښ مخ په زېاتېدو دى.

ستر جنرال مالېن وروسته له هغه نه دا خبرى وکړې چې د پاکستان له جمهور رئېس پروېز مشرف او د پوځ له مشر اشفاق پروېز کېانى سره ېې ملاقاتونه وکړل.

د امرېکا د غه نظامى مشر په پاکستان کې زېاتېدونکېو ځان مرگى چاودنو ېادونه وکړه او وې وېل چې د ترهگرانو دغه فعالېتونه د پاکستان اوامرېکا دواړو هېوادونو لپاره خطر بلل کېږى.

ستر جنرال مالېن داهم ووېل چې دى په دې عقېد ه دى چې د پاکستان د اټومى وسلې جبه خانه خوندى ده ، او دى په دې اندېښمن ندى چې د دغه ملک اټومى وسلې د ترهگرانو لاسته ورتللى شى.

ستر جنرال مالېن زېاته کړه چې امرېکا به هر وخت دپاکستان د استقلال درناوىوکړى او د پاکستان پوځ ته به د ترهگرى ضد روزنى ورکولو ته دوام ورکړى.

د پاکستان جمهور رئېس دامرېکا ددفاع وزارت هغه تازه خواهش رد کړېدى چې وايي د امرېکا عسکر به پاکستان ته و ر ولېږى چې له ترهگرانو سره جگړه وکړى.

XS
SM
MD
LG