د لاس رسي وړ اتصالات

انتخابات: اوباما د نبراسکا، لویزیانا او واشنگټن سټیټ ایالتونه وگټل


ډیموکرات سناتور اوراک اوبامه د جمهوری ریاست لپاره په سیالیو کی د شنبی په ورځ د خپل سیالی په وړاندی په گوندی انتخاباتو کی بری ترلاسه کړ.

اوباما دوه د یوه په مقابل کی د نبراسکا، لویزیانا او واشنگټن سټیټ ایالتونه وگټل. اوباما او کلینټن چی دواړه د ډیموکرات گوند کاندیدان دی په انتخاباتی سیالیو کی سره مساوی روان دی.

دوی به نن په مین کی او د سی شنبی په ورځ به په ویرجینیا، مریلند او د امریکا په پایتخت واشنگټن کی انتخابات وکړی. اوباما د شنبی په ماښام د ویرجینیا د ایالت په مرکز ریچماند کی وویل چی دی به د ملک په زیاتو سیمو کی بری ترلاسه کړی.

د جمهوریت غوښتونکو د انتخاباتو په لړ کی د شنبی په ورځ د ارکنساس د ایالت پخوانی والی مایک ها کبی د کنساس ایالت وگاټه او د لویزینا په ایالت کی هم په سیالیو کی ډیر سره نژدی و.

او د اریزونا سناتور جان مکین په واشنگټن سټیټ کی د کمو رایو په تفاوت سره بری ترلاسه کړ. مکین تر او سه د جمهوریت غوښتونکو کاندیدانو په جمله کی لومړی ځای لری.

جموریت غوښتونکی د سی شنبی په ورځ په ویرجینیا، مریلند او واشنگټن ډی سی کی انتخابات کوی.

XS
SM
MD
LG