د لاس رسي وړ اتصالات

نظامى څارنوالان به د گوانتانمو د شپږ زندانېانو لپاره د مرگ سزا وغواړى


د امرېکا د حکومت چارواکى وايى نظامى څارنوالان به د گوانتانمو د شپږ زندانېانو لپاره د مرگ سزا وغواړى.

پرهغو باندى دا تور لگول سوېدى چې دغو کسانو پر امرېکا باندى د سپتمبر په ١١-مه نېټه باندى د ترهگرى په حملو کې مهم نقش درلود.

د امرېکا نظآمى څارنوالان به نن د دوشنبى په ورځ د هغو تورنو خلاف دغه الزامونه ولگوى چې په هغو کې خالد شېخ محمد هم شامل دى.

پرهغه باندى دا ادعا سوېده چې د ترهگرى د حملو پلان همده جوړ کړى و. خالد شېخ او پنځه تنه نور د امرېکا د گوانتانمو په سمندرى اډه کې بندېان دى.

د نېوېارک ټاېمز ورځپاڼه لېکى چې له هغه سره په نورو کسانو باندى د ترهگرى په دې حملو کې د همکارانو او منځگړتوب کولو تورونه لگېدلى دى.

نېوېارک ټاېمز لېکى په دغو حملو کې درې زره کسان وژل شوي ول.

XS
SM
MD
LG