د لاس رسي وړ اتصالات

عراق: د هاوان د ډزو په حمله کې دری تنه وژل شوي دی 


عراقي پولیس وایی د یوه موټر بم د چاونی نه وروسته، د هاوان د ډزو په حمله کې چې د عراق د یوه شیعه سیاسي مشر دفترته نږدې د دوشنبی په ورځ وشوه، دری تنه وژل شوي او اوه تنه نور ټپي شوی دی.

د چاودنی نه وروسته چی د عراق شیعه لویی ډلی د اسلامي عالي شورا گوند د سیاسي مشر، عبدالعزیز ال حکیم، دفتر ته نږدی د یوه تیلو تانک شا ته وشوه، خړ لوگي را پورته شول.

XS
SM
MD
LG