د لاس رسي وړ اتصالات

د طالبانو مشهور قوماندان په پاکستان کې ونېول شو


د پاکستان امنېتى قواوى وايي دوى د افغانستان د طالبانو ېو پخوانى جگپوړه قوماندان نن د دوشنبى په ورځ وروسته له هغه نه چې سرحد ته نېژدى په ډزو کې ښه کارى زخمى سو نېولى دى.

د پاکستا ن د پوځ نطاق تورن جنرال اطهر عباس وايي ملا منصور دادالله او د هغه پنځه ملگرو ته ووېل چې سول چې له سرحدنه د پاکستان د بلوچستان صوبى ته وانه وړى.

خو هغو ى ددې خبرى له منلونه انکار وکړ او د ډزو له کولونه وور سته ونېول شول.

منصور دادالله د افغانستان د هېلمند په ولاېت کې وروسته له هغه نه د طالبانو قوماندان سو چې د هغه ورور ملا داد الله تېرکال د برتانېې له قواو سره په ېوه جگړه کې ووژل شول.

خو ترکال ملا دادالله منصور د عدم اطاعت په سبب له قوماندانى نه برطرف شوى و.

همدارنگه نن د پاکستان چارواکى وايي چې په افغانستان کې د پاکستان سفېر هغه وخت لادرکه شوېدى چې د قبېلوى سېمى له لارى نه کابل ته روان و.

د پاکستان دولتى تلوېزېون ووېل سفېر طارق عزېز الدېن د خېبر په قبېلوى علاقه کى لادرکه سوېدى او ددى وېره موجوده ده چې برمته شوى به وى.

د خېبر علاقه دهغو څونېمه خود مختارو علاقو په جمله کې راځى چې له افغانستان سره سرحد لرى او اسلامى افراطېانو پکى پخواهم حملى کړېدى.

د پاکستان چارواکى واېې، نن دوخته د افغانستان سرحد ته نېژدى، ېوه ځان وژونکي د پارلېمانى انتخاباتو د ېو کاندېد په موټر حمله وکړه.

رپوټ وايي چې ځان وژونکى له چاودونکېو موادونه ډک ېو موټر ددغه کاندېد له موټر سره وجنگاوه. په همدغه برېد کې لږ تر لږه شپږ کسان ووژل شول.

خو رپوټ وايى چې کاندېد له دغې چاودنى نه روغ رمټ بچ شوېدى.

د اسوشېتېد پرېس خبرى اژانس وايي دغه کاندېد نثار على خان نومېږى او د عوامى نېشنل گوند له خوانه ېې ملاتړ کېده. د اپېښه د شمالى وزېرستان په مېر على نومې سېمه کې شوېده.

XS
SM
MD
LG