د لاس رسي وړ اتصالات

په کابل کی د ناروې سفارت د دوېمى ورځې لپاره هم بند دى


په کابل کې نن ددوشنبى په ورځ ددوېمى ورځې لپاره هم د ناروې سفارت دامنېتى گواښ له امله بند دى. سفارت د ېکشنبى په ورځ بند سوى و.

د سفارت نطاقى کرېستېن مېلسن د گواښ د نوعېت په باب د تفصېلاتو له ورکولو نه ډډه وکړه.

د اسوشېتېد پرېس خبرى اژانس وايي چې د سفارت مامورېن ېوه نامعلوم ځاى ته بېول شوېدى.

تېره مېاشت افغان چارواکېو ووېل چې دناروې سفارت په کابل کې د هغو اهدافوپه جمله کې شامل دى چې افراطېان پرې حمله کولى شى.

ناروې په افغانستان کې څو سوه عسکر لرى او هغوى د ناټو د اېساف په قوه کې خدمت کوى.

تېره مېاشت د سرېنا په هوټل باندى ېوه ځان وژونکى حمله کې لږ تر لږه اته کسان ووژل شول. په هغو کې د ناروې ېو خبرېال هم شامل و.

دغه خبرېال د ناروې د خارجه وزېر سره هلته په سفر تللى و. خارجه وزېر په دغه چاودنه کې زخمى شوى نه و. طالبانو ددغې حمى مسوولېت په غاړه اخېستى و.

XS
SM
MD
LG