د لاس رسي وړ اتصالات

په افغانستان کی سږ کال به د کوکنارو د کښت اندازه د تیر کال په څیر یو شان وي


په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له نشه يي توکو او جرمونو سره د مبارزې اداره وايي چې سږ کال به د کوکنارو د کښت اندازه د تیرکال په څیر یو شان وي او یا به لږه را کمه شي.

په افغانستان کې د یو این او ډي سي مشرې کرسټینا اوګز، نن په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې دا د رسنیو هغه رپورټونه ردوي چې ګوا کې سږ کال به په افغانستان کې د کوکنارو په کرکیله کې زیاتوالی راشي.

تیره اوونۍ رسنیو د یو این او ډي سي له خولې وویل چې په ۲۰۰۸ کال کې به د اپینو په تولید کې د پام وړ زیاتوالی تر سترګو شي. نوموړې چې د خپلې ادارې ژمنۍ سروی خبریالانو ته په ډاګه کوله هیله یې وښوده چې ۲۰۰۸ کال به د نشه يي توکو سره د مبارزې په لار کې غوره کال وي.

میرمن اوګز وویل چې دوی دا سروې په پنځه سوه کلیو کې ترسره کړې چې له مخې یې ویلای شي له لسو زیاتو ولایتونو کې به کوکنار صفر ته را ښکته شي. هغې ننګرهار او بلخ هغه ولایتونه یاد کړل چې سږ کال له کوکنارو پاک شوي.

XS
SM
MD
LG