د لاس رسي وړ اتصالات

د پاکستان دوه اټومى ماهران برمته شوېدى


په پاکستان کې دپولېسو چارواکى وايي چې داټومى اېنرژى دوه چارواکى په شمال لوېدېځه صوبه کې چې له افغانستان سره سرڅد لرى برمته سوېى.

رپوټ وايي دغه دوه تخنېکى ماهران هلته د خپل معمول تحقېق لپاره تللى وو چې په ډېره اسمعېل خان کې ددوشنبى په ورځ جېولوژېکى سروې وکړى. له هغوى سره دهغوى موټر وان هم برمته سوېدى.

پولېس وايي داخبره نده معلومه شوې چې برمته کوونکى افراطېان دى او که د کومى جناېې ډلى غړىدى.

بل پلو د پاکستان امنېتى قواوې په دې لگېادى چې په ښاغلى طارق عزېزالدېن پسى لټه وکړى چې پېدا ېې کړى. ښاغلى عزېز الدېن په افغانستان کې د پاکستان سفېر دى او د دوشنبى په ورځ هغه وخت لادرکه شو چې د خېبر په قبېلوى سېمه کې ېې سفر کاوه او غوښتل ېې چې کابل ته ولاړشى.

عزېز الدېن په هغه سېمه کې لادرکه شوېدى چې د پاکستان د سرې مېاشتى ېو څوماموران پکى تېره مېاشت لادرکه شول.

چارواکى وايي چې ددغى سېمى عمومى سړک ېېې بند کړىدى. په همدغه سړک باندى د افراطېانو او امنېتى قواو ترمنځ جگړه پېښه شوې وه.

د افغانستان جمهور رئېس حامد کرزى هېله څرگنده کړېده چې طارق عزېزالدېن به ډېر ژر خوشى شى. خو چارواکى وايي دوى وېره لرى چې دغه سفېر به برمته شوى وى.

XS
SM
MD
LG